د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ننګرهار پوهنتون د استادانو د علمي او څېړنیزو اثارو او د محصلینو تحقیقاتي پروژو د نندارتون پرانیسته وکړه.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني، چې ننګرهار ولایت ته په سفر تللی، په ننګرهار پوهنتون کې یې د هغه نندارتون پرانیسته وکړه، چې د یاد پوهنتون د استادانو علمي او څېړنیز اثار او د محصلینو څېړنیزې پروژې پکې نندارې ته اېښودل شوې وې.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر څېړنه په نوي عصر کې د پرمختګونو مهمه اړتیا وبلله او د یادو اثارو چاپ او د څېړنیزو پروژو ترسراوی یې دغه تحصیلي ډګر لپاره ستره لاسته راوړنه یاده کړه او همداراز یې د پوهنتون د څېړنو برخې د پیاوړتیا او پراختیا ژمنه وکړه.
د یاد څېړنیز نندارتون د پرانیستې ترڅنګ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ننګرهار پوهنتون د رهبرۍ او استادانو په ملتیا د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د محصلینو له خوا د جرمي صحنې د تمثیل مراسمو کې هم ګډون وکړ او دغه صحنه یې د تیوري تدریس تر څنګ د عملي زده کړو ښه نمونه وبلله.