د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ننګرهار پوهنتون د استادانو د علمي او څېړنیزو اثارو او د محصلینو تحقیقاتي پروژو د نندارتون پرانیسته وکړه.

eshaq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۹ - ۸:۴۳
gdfgd

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني، چې ننګرهار ولایت ته په سفر تللی، په ننګرهار پوهنتون کې یې د هغه نندارتون پرانیسته وکړه، چې د یاد پوهنتون د استادانو علمي او څېړنیز اثار او د محصلینو څېړنیزې پروژې پکې نندارې ته اېښودل شوې وې. 
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر څېړنه په نوي عصر کې د پرمختګونو مهمه اړتیا وبلله او د یادو اثارو چاپ او د څېړنیزو پروژو ترسراوی یې دغه تحصیلي ډګر لپاره ستره لاسته راوړنه یاده کړه او همداراز یې د پوهنتون د څېړنو برخې د پیاوړتیا او پراختیا ژمنه وکړه.
د یاد څېړنیز نندارتون د پرانیستې ترڅنګ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ننګرهار پوهنتون د رهبرۍ او استادانو په ملتیا د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د محصلینو له خوا د جرمي صحنې د تمثیل مراسمو کې هم ګډون وکړ او دغه  صحنه یې د تیوري تدریس تر څنګ د عملي زده کړو ښه نمونه وبلله.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS