د افغان اېکس (Afghan x) تر نوم لاندې د پرليکه کورسونو د زدکړو پلاټفارم پرانستل شو.

Azizorayakhel.admin
Wed, Oct 07 2020 9:11 AM
لوړو زده کړو وزارت

د افغان اېکس (Afghan x) تر نوم لاندې د پرليکه کورسونو د زدکړو پلاټفارم پرانستل شو.

دغه روزنیزپلاټفارم نن د دوست هېواد هندوستان د ممبيي د IIT پوهنتون له لارې د يوه ويډيويي کنفرانس په واسطه پرانيستل شو.

یاد روزنيز پلاټفارم چې په ملي ژبو د افغان محصلینو د زده کړه ییزو وړتیاوو د لوړولو په موخه طرح شوی دی، په پرانستلو به يې افغان محصلين له دغې طرحې څخه په استفاده وکولای شي په لومړيو کې د درسي مرستندوی په توګه او د اوږده مهال لپاره د تحصيلي بنسټونو په درسي کرېډېټونو کې د شامل مضمون په توګه ګټه واخلي.

یاد پلاټفارم د يوه هوکړه ليک له مخې چې د لوړو زده کړو وزارت او دوست هېواد هندوستان د بشري سرچينو د پراختيا وزارت (MHRD) تر منځ د علمي همکاريو، د ماسټرۍ د ګډو پروګرامونو د جوړولو، د علمي کادرونود روزنې، د دوکتورا بورسونو، د برېښنايي زده کړو د پياوړتيا، د ګډو سمپوزيمونو جوړولو او د وړتیا لوړولو پروګرامونو د پراختیا په موخه له وړاندې لاسليک شوی و، پرانستل شو،

د لوړو زده کړو وزارت د دې هوکړه ليک په پام کې نيولو سره د ممبيي د IIT پوهنتون (د سيمې په کچه په انجنيري او تخنيکي برخه کې يو نوموتی پوهنتون) په همکارۍ په دې پلاټفارم کې د زده کړو له پاره ۱۷ پرليکه کورسونه ثبت کړي او د استادانو او محصلينو په خدمت کې يې ورکړي دي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معين پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په دې ويډيو کنفرانس کې د افغان اېکس پرليکه کورسونو پيليزه، د هېواد د لوړو زده کړو وزارت د کورنۍ او هندوستاني دوستانو، په ځانګړي ډول پروفيسور فټک (Prof. Phatak)، ډاکټر کلېپنا او د دوی تخنيکي همکارانو ته يوه لويه لاسته راوړنه وبلله ،زياته يې کړه چې د زده کړو د پرانيستي پلاټفارم، اېدکس د افغان اېکس تر نوم لاندې يو ښه پيل و چې د هېواد د لوړو زده کړو د معياري کولو له پاره درې کلنې موخه ییزې اړتیاوې بلل کېږي.

د لوړو زده کړو مالي او اداري معين نوراحمد دروېش هم د افغان اېکس ارزښت ته په اشارې سره، د یاد پلاټفارم پيلول د هېواد د لوړو زده کړو په پرمختګ کې اغېزمن وبلل او د لوړو زده کړو وزارت او د ممبيي د IIT پوهنتون تر منځ يې د همکاريو پر دوام ټينګار وکړ.

په پای کې د ممبيي دIIT پوهنتون مسئولينو د دواړو هېوادونو تر منځ د اکاډميکو اړيکو پر ښه والي خبرې وکړې او د پوهې او علم په تګلوري کې يې د افغانستان د اکاډميکو او علمي بنسټونو د پياوړي کېدو له پاره د افغان اېکس پلاټفارم جوړول ارزښت لرونکي وبلل.####

Latest news

Sun, Jun 01 2025 3:01 PM
Background image

During his official visit to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visits Panjshir Institute of Higher Education 

 

As part of his official trip to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visited the Panjshir Institute of Higher Education.

 

The purpose of this visit was to. . .

Thu, May 29 2025 5:15 AM
Background image

The supervision and evaluation of Emirate and private educational institutions were carried out in 14 provinces of the country.


A comprehensive supervision and evaluation of the academic, administrative, and teaching affairs of Emirate and private educational institutions in Kandahar, Helmand, Nimroz, Farah,. . .

Tue, May 27 2025 4:14 AM
Background image

The Acting Minister of Higher Education Delivered a Speech at a Grand Gathering in Herat University

 

During his official visit to Herat province, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, delivered a speech at a large gathering. . .

BACK TO NEWS