ننګرهار پوهنتون کې د نيالګيو کېنولو کمپاين پيل شو

baqir_admin
Wed, Feb 10 2021 11:20 AM
ل

د پوهنتون د مسؤلينو په وينا، د ياد کمپاين په ترڅ کې به نږدې څلور زره مېوه لرونکې، بې مېوې او زينتي بوټي په دې پوهنتون کې کېنول شي.

د نيالګيو کېنولو په نوموړي کمپاين کې چې د دلوې په ۲۱مه نېټه د دې پوهنتون په مرکزي کمپس کې پیل شو، د ننګرهار پوهنتون رييس، مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځیو رييسانو، استادانو، محصلينو او اداري کارکوونکو برخه لرله.

د کمپاين د پرانيستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون رييس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال وویل: «د پوهنتون ادارې له پرېکړې سره سم د پوهنتون ټول منسوبین مکلف دي چې په داوطلب شکل د پوهنتون په انګړ کې یو- یو نیالګی په خپل نوم کېنوي او په راتلونکې کې یې پالنه هم وکړي

نوموړي وویل: «د دې کمپاين په ترڅ کې به په پوهنتون کې نږدې څلور زره مېوه لرونکي، بې مېوې او زينتي بوټي کېنول شي چې د ۱۷۰۰ نیالګيو مرسته د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا شوې او پاتې نور زینتي نیالګي د کرنې پوهنځي له خوا برابرېږي، چې په ټاکل شویو ځایونو کې به وکرل شي

پوهاند بهسودوال د استادانو، محصلينو او اداري کارکوونکو مننه وکړه چې د نيالګيو کېنولو کمپاين ته يې زمينه برابره کړه او د خير په دغه کار کې يې په داوطلب شکل برخه واخيسته.

Latest news

Tue, Jul 22 2025 8:50 AM
Background image

An advanced and well-equipped electronic library worth 1,782,000 Afghanis inaugurated at Al-Biruni University

This library was set up with financial support from the Ministry of Higher Education. During the opening ceremony, Mufti Waqayatullah Waqar Hanafi, the Chancellor of Al-Biruni. . .

Tue, Jul 15 2025 4:56 PM
Background image

Meeting of the Commission for private Universities and Higher Education Institutions Hold

During the meeting, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh ul Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, emphasized the importance of discipline in the country’s education. . .

BACK TO NEWS