ننګرهار پوهنتون کې د نيالګيو کېنولو کمپاين پيل شو

د پوهنتون د مسؤلينو په وينا، د ياد کمپاين په ترڅ کې به نږدې څلور زره مېوه لرونکې، بې مېوې او زينتي بوټي په دې پوهنتون کې کېنول شي.
د نيالګيو کېنولو په نوموړي کمپاين کې چې د دلوې په ۲۱مه نېټه د دې پوهنتون په مرکزي کمپس کې پیل شو، د ننګرهار پوهنتون رييس، مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځیو رييسانو، استادانو، محصلينو او اداري کارکوونکو برخه لرله.
د کمپاين د پرانيستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون رييس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال وویل: «د پوهنتون ادارې له پرېکړې سره سم د پوهنتون ټول منسوبین مکلف دي چې په داوطلب شکل د پوهنتون په انګړ کې یو- یو نیالګی په خپل نوم کېنوي او په راتلونکې کې یې پالنه هم وکړي.»
نوموړي وویل: «د دې کمپاين په ترڅ کې به په پوهنتون کې نږدې څلور زره مېوه لرونکي، بې مېوې او زينتي بوټي کېنول شي چې د ۱۷۰۰ نیالګيو مرسته د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا شوې او پاتې نور زینتي نیالګي د کرنې پوهنځي له خوا برابرېږي، چې په ټاکل شویو ځایونو کې به وکرل شي.»
پوهاند بهسودوال د استادانو، محصلينو او اداري کارکوونکو مننه وکړه چې د نيالګيو کېنولو کمپاين ته يې زمينه برابره کړه او د خير په دغه کار کې يې په داوطلب شکل برخه واخيسته.