د تحصیلي بنسټونو د طبي او لابراتواري تجهیزاتو د ځانګړنو د بیاکتنې ناسته وشوه

baqir_admin
Mon, Jun 07 2021 9:47 AM
ل

د هېواد مرکز او ولایتونو د تحصیلي بنسټونو د طبي او لابراتواري تجهیزاتو د ځانګړنو د بیاکتنې ناسته د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نور احمد دروېش په مشرۍ تر سره شوه

په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو رییس عبدالله صوفي زاده او په انلاین بڼه د مرکز او ولایتونو یو شمېر مسوولانو هم ګډون کړی وو. ګډونوالو په تحصیلي بنسټونو کې له لابراتواري وسایلو د کار اخیستنې، ساتنې او همدارنګه د برېښنایي کتابتونونو په اړه ویناوې وکړې او نظرونه یې سره شریک کړل.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نور احمد دروېش د دغه وزارت له لوري په اکاډمیک چاپېریال کې له لابراتواري دستګاوو د تخصصي ګټې اخیستنې د لارو چارو د ښودلو تر څنګ د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د الکترونیکي کتابتونونو جوړول له خپلو لومړیتوبونو وبلل او ویې ویل چې باید جدي کار پرې وشي.  

په دغه ناسته کې د تحصیلي بنسټونو غړو ګډونوالو یاد ګام ته هیله‌مندي وښوده او ټینګار یې وکړ چې د لابراتوارونو د ساتنې لپاره باید فني کارکوونکي استخدام شي او د دغو وسایلو ساتنه او مینځل په مسلکي بڼه تر سره شي. دغه راز د الکترونیکي کتابتونونو د جوړولو په اړه د ګډونوالو طرحه او وړاندیزونه واخیستل شول او د اغېزناک پلي کولو په اړه یې هراړخیز بحثونه وشول.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نور احمد دروېش وویل چې د دغه کمېسیون د غړو له لوري د فني او مسلکي طرحو وړاندې کولو ته په پام سره د لوړو زده کړو وزارت تیار دی چې د لابراتوارونو معیاري کولو او ساتلو او همدارنګه الکترونیکي کتابتونونو د جوړولو طرحې ته په خپلو کاري لومړیتوبونو کې ځای ورکړي.

Latest news

Tue, Jul 22 2025 8:50 AM
Background image

An advanced and well-equipped electronic library worth 1,782,000 Afghanis inaugurated at Al-Biruni University

This library was set up with financial support from the Ministry of Higher Education. During the opening ceremony, Mufti Waqayatullah Waqar Hanafi, the Chancellor of Al-Biruni. . .

Tue, Jul 15 2025 4:56 PM
Background image

Meeting of the Commission for private Universities and Higher Education Institutions Hold

During the meeting, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh ul Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, emphasized the importance of discipline in the country’s education. . .

BACK TO NEWS