د لوړو زده کړو وزیر د ترکیې «استانبول طبي چرا پاشاه» پوهنتون له مشرتابه پلاوي سره وکتل

baqir_admin
Wed, Jul 07 2021 6:50 AM
g

لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر ترکیې ته د خپل کاري سفر په بهیر کې د "طبي استانبول ولې پادشاه" پوهنتون سره وکتل او د خپلې خوښې وړ موضوعاتو په اړه ویناوې وکړې.

د لیدنې په پیل کې پروفیسور دکتور نوري آیدن او د یاد پوهنتون مشرتابه پلاوي د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر او مل پلاوي یې هغه هېواد ته ښه راغلاست ووایه د " استانبول ولې پادشاه" پوهنتون تحصیلي څانګې، تحصیلي برنامې، اکاډمیک فعالیتونو او زدکړیالانو خدمتونو عمومي په هکله عمومي معلومات وړاندې کړل.

وروسته د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د ترکیې هېواد له همکاریو او مرستو څخه په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو په برخه کې مننه وکړه او تر څنګ د افغانستان خصوصي او دولتي پوهنتونونو بلخصوص ابو علي ابن سینا د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي او تحصیلي فعالیتونو په هکله یې معلومات ورکړل.

ورسره د لوړو زده کړو وزیر د دواړو هېوادونو د پوهنتونونو پر علمي، تحصیلي ګډو پروګرامونو او اکاډمیکو تجربو ټینګار وکړ او د همدې علمي همکاریو او اړیکو پراخېدو غوښتونکی شو.

ورسره د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د "استانبول ولې پادشاه" له مسولانو څخه وغوښتل چې یاد پوهنتون کې په درس بوخت افغان زدکړیالانو لپاره د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې له مخکې زیاته پاملرنه وکړي.

په پای کې د مطرح شویو موضوعاتو پلي کولو په برخه کې د دواړو هېوادونو د تحصیلي بنسټونو تر منځ د همکارۍ یوه هوکړه لیک پر لاسلیکولو ټینګار وکړ او د لوړو زده کړو وزیر لخوا د هر ډول همکارۍ ژمنه ورکړل شوه.

Latest news

Tue, Jul 22 2025 8:50 AM
Background image

An advanced and well-equipped electronic library worth 1,782,000 Afghanis inaugurated at Al-Biruni University

This library was set up with financial support from the Ministry of Higher Education. During the opening ceremony, Mufti Waqayatullah Waqar Hanafi, the Chancellor of Al-Biruni. . .

Tue, Jul 15 2025 4:56 PM
Background image

Meeting of the Commission for private Universities and Higher Education Institutions Hold

During the meeting, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh ul Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, emphasized the importance of discipline in the country’s education. . .

BACK TO NEWS