د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست د فاریاب له پوهنتون څخه لیدنه وکړه. د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالرحمن راشد، د دولتي ادارو د رییسانو په ملتیا د فاریاب له پوهنتون څخه لیدنه تر سره کړه

Akmal_admin
Thu, Jan 13 2022 12:28 PM
سرپرست وزارت زراعت، مالداری و آبیاری امارت اسلامی افغانستان از پوهنتون فاریاب دیدن نمود

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست د فاریاب له پوهنتون څخه لیدنه وکړه. 
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالرحمن راشد، د دولتي ادارو د رییسانو په ملتیا د فاریاب له پوهنتون څخه لیدنه تر سره کړه. 
په دغه لیدنه د فاریاب پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی نور احمد قیتمس د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست ته د ښه راغلاست تر څنګ، د هېواد په پرمختګ کې د پوهنتونونو د موقف په اړه خبرې وکړې.
ورسته د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالرحمن راشد د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ په برخه د اسلامي امارت پالیسي تشریح کړه او په هېواد کې یې د کرنې او کرنیزو محصولاتو د تخصصي روزنې په برخه کې د تحصیلي بنسټونو د ارزښت په اړه خبرې وکړې. دغه راز ژمنه یې وکړه، چې په دې برخه کې به د فاریاب پوهنتون وړاندیزونه له اړوندو مقاماتو سره شریک او له اوصولي لارې به یې د حل په موخه لاس په کار شي. 
یاده ناسته د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د بشري منابع رییس الحاج مولوي حمیدالله ارشاد، په دعاء سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sun, Jun 01 2025 3:01 PM
Background image

During his official visit to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visits Panjshir Institute of Higher Education 

 

As part of his official trip to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visited the Panjshir Institute of Higher Education.

 

The purpose of this visit was to. . .

Thu, May 29 2025 5:15 AM
Background image

The supervision and evaluation of Emirate and private educational institutions were carried out in 14 provinces of the country.


A comprehensive supervision and evaluation of the academic, administrative, and teaching affairs of Emirate and private educational institutions in Kandahar, Helmand, Nimroz, Farah,. . .

Tue, May 27 2025 4:14 AM
Background image

The Acting Minister of Higher Education Delivered a Speech at a Grand Gathering in Herat University

 

During his official visit to Herat province, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, delivered a speech at a large gathering. . .

BACK TO NEWS