د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست د فاریاب له پوهنتون څخه لیدنه وکړه. د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالرحمن راشد، د دولتي ادارو د رییسانو په ملتیا د فاریاب له پوهنتون څخه لیدنه تر سره کړه

Akmal_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۳ - ۱۲:۲۸
سرپرست وزارت زراعت، مالداری و آبیاری امارت اسلامی افغانستان از پوهنتون فاریاب دیدن نمود

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست د فاریاب له پوهنتون څخه لیدنه وکړه. 
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالرحمن راشد، د دولتي ادارو د رییسانو په ملتیا د فاریاب له پوهنتون څخه لیدنه تر سره کړه. 
په دغه لیدنه د فاریاب پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی نور احمد قیتمس د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست ته د ښه راغلاست تر څنګ، د هېواد په پرمختګ کې د پوهنتونونو د موقف په اړه خبرې وکړې.
ورسته د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالرحمن راشد د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ په برخه د اسلامي امارت پالیسي تشریح کړه او په هېواد کې یې د کرنې او کرنیزو محصولاتو د تخصصي روزنې په برخه کې د تحصیلي بنسټونو د ارزښت په اړه خبرې وکړې. دغه راز ژمنه یې وکړه، چې په دې برخه کې به د فاریاب پوهنتون وړاندیزونه له اړوندو مقاماتو سره شریک او له اوصولي لارې به یې د حل په موخه لاس په کار شي. 
یاده ناسته د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د بشري منابع رییس الحاج مولوي حمیدالله ارشاد، په دعاء سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۳ - ۱۳:۲۳
Background image

د استقلال د ورځې په مناسبت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني پیغام!

د اسد ۲۴مه د افغانانو د فتحې ورځ ده، چې د افغانانو په ډېرو قربانیو رامنځته شوې ده، د افغانانو دا قربانۍ د اسلامي نظام لپاره وې او یاده ورځ د دې نظام پیلامه ده. افغانان باید په خپلو وینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د پیام نو مؤسسې مسؤلانو د غیر متمرکزو فاضلاب اوبو د ٪۹۵ تصفیې وروسته د خړوبولو لپاره د کارونې په موخه خپل پرېزنټېشن د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین ته وړاندې کړ.

۱۴۴۴/۱/۱۶
۱۴۰۱/۵/۲۳

د پیام نو مؤسسې مسؤلانو د غیر متمرکزو فاضلاب اوبو د ٪۹۵ تصفیې وروسته د خړوبولو لپاره د کارونې په موخه خپل پرېزنټېشن د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د څارنې او ارزونې ریاست پلاوي د کابل پوهنتون ماسټري او د باختر خصوصي پوهنتون د لېسانس پروګرامونو له سمستروارو ازموینو څارنه وکړه.

۱۴۴۴/۱/۱۶
۱۴۰۱/۵/۲۳

د لوړو زده کړو وزارت د څارنې او اروزنې ریاست د زده کړیالانو چارو د څارنې او ارزونې امر مفتي نذیر احمد احمدي په مشرۍ د دغه ریاست یوه پلاوي د کابل پوهنتون د کرنې او. . .

BACK TO NEWS