د لوړو زده کړو وزارت د بهرنیو اړېکو او سکالرشیپونو ریاست د نړیوالو او کلتوري اړېکو په برخو کې، د بورسونو تنظیم او مدیریت مختلفو پړاوونو او د کورنیو او بهرنیو علمي بنسټونو سره د لوړو زده کړو وزارت د قوانینو، پالیسیو، مقرراتو او لوایحو سره سم فعالیت کوِي.

Akmal_admin
Tue, Jan 25 2022 10:14 AM
ریاست ارتباط خارجه و تنظیم بورس ها در چوکات وزارت تحصیلات عالی کشور در عرصه های روابط بین المللی و فرهنگی، تنظیم و مدیریت بورسهای تحصیلی در مقاطع مختلف و توامیت های علمی با نهادهای علمی داخلی و خارجی طبق قوانین، پالیسی، مقررات و لوایح وزارت تحصیلات عالی فعالیت می کند.

د لوړو زده کړو وزارت د بهرنیو اړېکو او سکالرشیپونو ریاست د نړیوالو او کلتوري اړېکو په برخو کې، د بورسونو تنظیم او مدیریت مختلفو پړاوونو او د کورنیو او بهرنیو علمي بنسټونو سره د لوړو زده کړو وزارت د قوانینو، پالیسیو، مقرراتو او لوایحو سره سم فعالیت کوِي.

د ا.ا.ا له بریا څخه تر دامهاله افغان ځوانان په بېلابېلو برخو کې د لوړو زده کړو لپاره بېلابېلو هېوادونو ته استول شوي چې په لاندې ډول دي:

(۲۷) تنه د لیسانس په کچه؛

( ۷۲) تنه د ماسټرۍ په کچه؛

( ۹۱) تنه د دوکتورا په کچه؛

( ۳) تنه د فوق دوکتورا په کچه.

د دغه رياست د معلوماتو له مخې، د هغو محصلينو شمېر چې د لوړو زده کړو وزارت له لارې بېلابېلو هېوادونو ته د لوړو زده کړو لپاره لېږل شوي او اوسمهال په زده کړو بوخت دي، په لاندې ډول دي:

• (۱۳۲۷) تنه د لیسانس په کچه؛

• (۸۳۲) د ماسټرۍ په کچه؛

• د دوکتورا په پروګرام کې (۶۱۶) تنه؛

• د فوق دوکتورا په پروګرام کې (۴) تنه؛

په بهر کې د افغان محصلینو د معاش په اړه باید وویل شي چې؛ دا یو کمکي معاش دی چي د بهرنیو چارو وزارت له بودیجي هغو زده کړیالانو ته چې د لوړو زده کړو وزارت له لارې په ۱۵ مشخص شوو هېوادونو کې وي، ورکول کېږي.

میکانیزم یې داسې دی چې د هر مالي کال په پیل کې د بهرنیو چارو وزارت د تحصیلي بودیجې د ترلاسه کولو په موخه د لوړو زده کړو له وزارت څخه د محصلینو د لیست غوښتنه کوي چې د هغه لیست پر بنسټ بودیجه ترلاسه کوي.

- سږ کال تر اوسه د بهرنیو چارو وزارت د معاشونو د مرستې په ګډون د محصلینو د نوملړ غوښتنه نه ده کړې، که غوښتنه وشي، د محصلینو لیست به واستول شي.

د لوړو زده کړو وزارت د کاري لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره د بهرنیو اړېکو او تحصیلي بورسونو ریاست لاندې پلانونه نظر کې لري:

- د دولتي پوهنتونونو د اکاډمیکو کارکوونکو د (۱۰۰) غړو د رتبې لوړول له ماسټرۍ څخه دوکتورا ته.

- د دولتي پوهنتونونو د اکاډمیکو کارکوونکو د (۵۰) غړو د لیسانس څخه د ماسټرۍ درجې ته لوړول.

- د خصوصي پوهنتونونو د علمي کادرونو د (۱۰) غړو د رتبې لوړول له ماسټرۍ څخه دوکتورا ته.

- د خصوصي پوهنتونونو د اکاډمیکو کارکوونکو د (۱۰) غړو د لیسانس څخه د ماسټرۍ درجې ته لوړول.

-د دوکتورا بورسونو ته د (۲۰) دولتي کارکوونکو او وړ اشخاصو معرفي کول او لیږل.

-د ماسټرۍ دورې بورسونو ته د (۱۲۰) دولتي کارکوونکو او وړ کسانو معرفي او استول.

- په راتلونکو پنځو کلونو کې د هېواد په مهمو پوهنتونونو کې د ماسټرۍ د پروګرامونو د رامنځته کولو په موخه د (حکومت په لګښت) د (۱۰۰) اکاډمیکو کارکوونکو د تحصیلي درجې له ماسټرۍ څخه دوکتورا ته لوړول.

-د زده کړې لګښتونو په برخه کې، اوس مهال (۲۱۱) تنه زده کړیالان د حکومت په لګښټ په ایران، ازبکستان او مالیزیا هېوادونو کې په زده کړو بوخت دي.

- د (ٔډله ایز او ازاد) لیسانس تحصیلي بورسونو ته د (۲۰۰) محصلینو معرفي کول او لیږل.

-په سیمینارونو، نړیوالو کنفرانسونو او بهرنیو سفرونو کې د دولتي لوړو زده کړو موسسو د اکاډمیکو کارکوونکو د (۳۰۰) غړو د ګډون لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرول.

- د لوړو زده کړو وزارت او د دولتي لوړو زده کړو موسسو (۵۰) کارکوونکو ته په لنډ مهاله علمي پروګرامونو او بهرنیو سفرونو کې د ګډون لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرول.

- د (۱۰۰) بهرنیو اتباعو لپاره د ویزو د صادرولو او تمدید لپاره د زمینې برابرول ترڅو علمي او څېړنیزو پروګرامونو ته بلنه ورکړل شي.

- په ملي او نړیوالو کنفرانسونو کې د خصوصي لوړو زده کړو موسسو د اکاډمیکو کارکوونکو د (۲۰۰) غړو ګډون.

-د (۶۰) بېلابېلو تړونونو، تفاهمنامو، قراردادونو او علمي کارونو د پړاوونو طی مراحل ترسره او تعقیبول.

Latest news

Sun, Jun 01 2025 3:01 PM
Background image

During his official visit to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visits Panjshir Institute of Higher Education 

 

As part of his official trip to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visited the Panjshir Institute of Higher Education.

 

The purpose of this visit was to. . .

Thu, May 29 2025 5:15 AM
Background image

The supervision and evaluation of Emirate and private educational institutions were carried out in 14 provinces of the country.


A comprehensive supervision and evaluation of the academic, administrative, and teaching affairs of Emirate and private educational institutions in Kandahar, Helmand, Nimroz, Farah,. . .

Tue, May 27 2025 4:14 AM
Background image

The Acting Minister of Higher Education Delivered a Speech at a Grand Gathering in Herat University

 

During his official visit to Herat province, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, delivered a speech at a large gathering. . .

BACK TO NEWS