د کابل طبي پوهنتون لپاره نوی رئیس او مرستیال وټاکل شول

Akmal_admin
Sat, Jan 29 2022 10:11 AM
د کابل طبي پوهنتون لپاره نوی رئیس او مالي او اداري امر وټاکل شول

شنبه، ۹سلواغه ۱۴۰۰د کابل طبي پوهنتون لپاره نوی رئیس او مرستیال وټاکل شول

د کابل طبي پوهنتون د غونډو په تالار کې په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې سید اسماعیل روحاني، د لوړو زده کړو وزارت د دفتر رئیس عرفان الله وقاص، د لوړو زده کړو وزارت ویاند مولوي احمد تقي او د لوړو زده کړو وزارت تدریسي روغتونو رئیسانو او امرینو ګډون کړی وو.

په دغو مراسمو کې سید اسماعیل روحاني وویل، د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه له لوري په کابل طبي پوهنتون کې ولسونو ته د ښه خدمت په موخه پوهنیار فضل الرحمن رحماني چې د خوست ولایت په شیخ زاید پوهنتون کې یې د طبابت په برخه کې  لوړې زد کړې کړي  او د معالج ډاکټر، امر او ننګرهار طب پوهنځي استاد په حیث یې دندې ترسره کړې، د رئیس په توګه وټاکل شو.
ښاغلي روحاني دغه راز وویل، عظیم الله کامران اخندزاده چې د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي څخه فارغ  دی او په مالي او اداري برخو کې کافي تجربه لري، د کابل طبي پوهنتون مالي او اداري امر په حیث ټاکل شوی دی.
نوموړي دواړو ته د مبارکۍ ترڅنګ په چارو کې د ښه خدمت کولو سپارښتنه وکړه.

په غونډه کې د کابل طبي پوهنتون علمي مرستیال نجیب الله امرخېل وویل، څرنګه چې د هېواد په سطحه دا لومړنی طبي پوهنتون دی چې جوړ شوی ، ډېر ځوانان یې روزلي او لاهم دا چاره دوام لري.
نوموړي وویل، مونږ په دې هڅه کې یوو چې تر پخوا زیات داسې کادرونه هېواد او د هېوادوالو خدمت ته وړاندې کړو چې د طبابت په برخه کې شته ستونزې راکمې کړي او د ناروغو هېوادوالو  درملنه مو د هېواد دننه وشي.

د غونډې وروستیو کې د کابل طبي پوهنتون نوي رئیس فضل الرحمن رحماني او اداري او مالي امر عظیم الله کامران اخندزاده د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه د مسؤلیت ورسپارلو په پار مننه وکړه، دوی کار عبادت ګڼل یاد کړل او په خپلو دندو کې یې  په پوره ژمنتیا سره د خدمت کولو ژمنه وکړه.

Latest news

Sun, Jun 01 2025 3:01 PM
Background image

During his official visit to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visits Panjshir Institute of Higher Education 

 

As part of his official trip to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visited the Panjshir Institute of Higher Education.

 

The purpose of this visit was to. . .

Thu, May 29 2025 5:15 AM
Background image

The supervision and evaluation of Emirate and private educational institutions were carried out in 14 provinces of the country.


A comprehensive supervision and evaluation of the academic, administrative, and teaching affairs of Emirate and private educational institutions in Kandahar, Helmand, Nimroz, Farah,. . .

Tue, May 27 2025 4:14 AM
Background image

The Acting Minister of Higher Education Delivered a Speech at a Grand Gathering in Herat University

 

During his official visit to Herat province, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, delivered a speech at a large gathering. . .

BACK TO NEWS