د کابل طبي پوهنتون لپاره نوی رئیس او مرستیال وټاکل شول
شنبه، ۹سلواغه ۱۴۰۰د کابل طبي پوهنتون لپاره نوی رئیس او مرستیال وټاکل شول
د کابل طبي پوهنتون د غونډو په تالار کې په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې سید اسماعیل روحاني، د لوړو زده کړو وزارت د دفتر رئیس عرفان الله وقاص، د لوړو زده کړو وزارت ویاند مولوي احمد تقي او د لوړو زده کړو وزارت تدریسي روغتونو رئیسانو او امرینو ګډون کړی وو.
په دغو مراسمو کې سید اسماعیل روحاني وویل، د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه له لوري په کابل طبي پوهنتون کې ولسونو ته د ښه خدمت په موخه پوهنیار فضل الرحمن رحماني چې د خوست ولایت په شیخ زاید پوهنتون کې یې د طبابت په برخه کې لوړې زد کړې کړي او د معالج ډاکټر، امر او ننګرهار طب پوهنځي استاد په حیث یې دندې ترسره کړې، د رئیس په توګه وټاکل شو.
ښاغلي روحاني دغه راز وویل، عظیم الله کامران اخندزاده چې د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي څخه فارغ دی او په مالي او اداري برخو کې کافي تجربه لري، د کابل طبي پوهنتون مالي او اداري امر په حیث ټاکل شوی دی.
نوموړي دواړو ته د مبارکۍ ترڅنګ په چارو کې د ښه خدمت کولو سپارښتنه وکړه.
په غونډه کې د کابل طبي پوهنتون علمي مرستیال نجیب الله امرخېل وویل، څرنګه چې د هېواد په سطحه دا لومړنی طبي پوهنتون دی چې جوړ شوی ، ډېر ځوانان یې روزلي او لاهم دا چاره دوام لري.
نوموړي وویل، مونږ په دې هڅه کې یوو چې تر پخوا زیات داسې کادرونه هېواد او د هېوادوالو خدمت ته وړاندې کړو چې د طبابت په برخه کې شته ستونزې راکمې کړي او د ناروغو هېوادوالو درملنه مو د هېواد دننه وشي.
د غونډې وروستیو کې د کابل طبي پوهنتون نوي رئیس فضل الرحمن رحماني او اداري او مالي امر عظیم الله کامران اخندزاده د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه د مسؤلیت ورسپارلو په پار مننه وکړه، دوی کار عبادت ګڼل یاد کړل او په خپلو دندو کې یې په پوره ژمنتیا سره د خدمت کولو ژمنه وکړه.