د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د شورا غونډه د انجنیر سید اسماعیل روحاني په مشرۍ جوړه شوه
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د شورا غونډه د انجنیر سید اسماعیل روحاني په مشرۍ جوړه شوه.
په دې غونډه کې د خصوصي لوړو زده کړو موسسو د کانکور ازموينې د وخت، په راتلونکي کال کې د محصلينو د جذب لپاره د دولتي پوهنتونونو د ظرفيت او د يو شمېر بهرنيو محصلينو پر ستونزو خبرې وشوې او لازم تصميمونه ونيول شول.
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د چارو د عالي شورا د پرېکړې له مخې، پرېکړه وشوه، چې د عمومي کانکور ازموینه د ۱۴۰۰ هـ ل د کب میاشتې له ۱۵ مې نیټې څخه د ۱۴۰۱ هـ ل کال د حمل یا اوري میاشتې تر پنځمې نیټې او د متفرقه ازموینه د ۱۴۰۱ هـ ل کال د حمل میاشتې له ۶ مې نیټې څخه تر ۱۴۰۱ هـ ل د حمل میاشتې ۱۹ مې نیټې پورې د بېلابېلو ازموینو په لړ کې ترسره شي.
د راتلونکي سمسترونو د مهال ویش جزیات به د محصلینو د چارو د شورا په راتلونکې غونډه کې نهايي او اعلان شي.
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د چارو د عالي شورا غړو له وړاندې شوې اجنډا سره سم په تحصيلي اسنادو کې د محصلانو د شهرت د ښه والي په اړه پر لارښوونو خبرې وکړې.
په دې غونډه کې د محصلانو چارو ریاست په مشرۍ یوه کاري کمېټه هم جوړه شوه، چې د ۱۴۰۱ هـ ل کال لپاره په دولتي تحصیلي بنسټونو کې د محصلانو د جذب ظرفیت ارزونه وکړي او د محصلانو چارو شورا راتلونکې غونډې ته یې