د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د شورا غونډه د انجنیر سید اسماعیل روحاني په مشرۍ جوړه شوه

Akmal_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۷ - ۱۵:۱۹
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د شورا غونډه د انجنیر سید اسماعیل روحاني په مشرۍ جوړه شوه

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د شورا غونډه د انجنیر سید اسماعیل روحاني په مشرۍ جوړه شوه.
په دې غونډه کې د خصوصي لوړو زده کړو موسسو د کانکور ازموينې د وخت، په راتلونکي کال کې د محصلينو د جذب لپاره د دولتي پوهنتونونو د ظرفيت او د يو شمېر بهرنيو محصلينو پر ستونزو خبرې وشوې او لازم تصميمونه ونيول شول.
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د چارو د عالي شورا د پرېکړې له مخې، پرېکړه وشوه، چې د عمومي کانکور ازموینه د ۱۴۰۰ هـ ل د کب میاشتې له ۱۵ مې نیټې څخه د ۱۴۰۱ هـ ل کال د حمل یا اوري میاشتې تر پنځمې نیټې او د متفرقه ازموینه د ۱۴۰۱ هـ ل کال د حمل میاشتې له ۶ مې نیټې څخه تر ۱۴۰۱ هـ ل د حمل میاشتې  ۱۹ مې نیټې پورې د بېلابېلو ازموینو په لړ کې ترسره شي.
د راتلونکي سمسترونو د مهال ویش جزیات به د محصلینو د چارو د شورا په راتلونکې غونډه کې نهايي او اعلان شي.
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د چارو د عالي شورا غړو له وړاندې شوې اجنډا سره سم په تحصيلي اسنادو کې د محصلانو د شهرت د ښه والي په اړه پر لارښوونو خبرې وکړې.
په دې غونډه کې د محصلانو چارو ریاست په مشرۍ یوه کاري کمېټه هم جوړه شوه، چې د ۱۴۰۱ هـ ل کال لپاره په دولتي تحصیلي بنسټونو کې د محصلانو د جذب ظرفیت ارزونه وکړي او د محصلانو چارو شورا راتلونکې غونډې ته یې

Latest announcements

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي پوهنتونونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې، د وزارت یو شمېر رییسانو او د خصوصي پوهنتونونو استازو تر منځ په یادو پوهنتونونو کې د یو شمېر ستونزو حل او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره وکتل

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د هېواد سرنوشت په. . .

BACK TO NEWS