د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو رئیس په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي پکتیا ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د پکتیا پوهنتون او زم زم خصوصي مؤسسې څخه لیدنه او څارنه وکړه.

eshaq_admin
Mon, Sep 26 2022 5:20 AM
gdgdg

د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو چارو رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني په مشرۍ د دغه وزارت یوه پلاوي د پکتیا پوهنتون علمي، اداري، تدریسي او د محصلانو چارو څارنه او ارزونه وکړه. 
یاد پلاوي د پکتیا پوهنتون له استادانو او محصلینو سره د ناستې پر مهال د هغوی ستونزې واورېدې او د حل په برخه کې یې ژمنې ورسره وکړې. همدا راز نوموړي پلاوي د لوړو زده کړو وزارت پر قوانینو او طرزالعملونو د ټينګار تر څنګ، محصلین تقواء، درسونو او یووالي ته تشویق کړل. 
همدارنګه دغه پلاوي په پکتیا کې د زم زم خصوصي تحصیلي مؤسسې د مختلفو برخو د ارزونې تر څنګ، د یاد تحصیلي بنسټ مسؤلانو ته د ملي او اسلامي ارزښتونو د مراعاتولو په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې. 
د یادولو وړ ده چې په دغه سفر کې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکرالله وحدت او د بشري سرچینو رئیس مفتي عبدالکریم امیري هم د خصوصي محصلانو رئیس ملتیا کوله.

Latest news

Sun, Jun 01 2025 3:01 PM
Background image

During his official visit to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visits Panjshir Institute of Higher Education 

 

As part of his official trip to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visited the Panjshir Institute of Higher Education.

 

The purpose of this visit was to. . .

Thu, May 29 2025 5:15 AM
Background image

The supervision and evaluation of Emirate and private educational institutions were carried out in 14 provinces of the country.


A comprehensive supervision and evaluation of the academic, administrative, and teaching affairs of Emirate and private educational institutions in Kandahar, Helmand, Nimroz, Farah,. . .

Tue, May 27 2025 4:14 AM
Background image

The Acting Minister of Higher Education Delivered a Speech at a Grand Gathering in Herat University

 

During his official visit to Herat province, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, delivered a speech at a large gathering. . .

BACK TO NEWS