د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره د دوست هیواد هندوستان د ICCR د بورسونو خبرتیا
Due
د هندوستان هیواد د ای سې سې آر د بورسونو ټولو هغو متقاضیانو ته چې د آزموينو د ملي ادارې د انګلیسي ژبې په آزموينه کې بریالي شوي خبر ورکول کیږي چې د هغو نوماندانو د مکررې مراجعې له امله چې د اسنادو د تکمیل لپاره پوره وخت نلري او غواړي چې د سفارت په ازموینه کې له بریالیتوب نه وروسته خپل اسناد تکمیل کړي.
سره له دې چې په کابل کې ميشت د هندوستان جمهوریت د محترم سفارت په لیک کې په ځانګړي ډول سره ذکر شوي چې نوماندان دې له خپلو ټولو اسنادو سره یاد سفارت ته ور وپيژندل شي، دې خبرې ته په کتو او همدارنګه د متقاضیانو غوښتنې ته د رسیدو له امله لوړو زده کړو وزارت د متقاضیانو وړانديزونه د دوست هیواد هندوستان له محترم سفارت سره شریک کړل چې له نيکمرغه د هغوی د قبول وړ وګرځیدل.
نو له همدې امله له ټولو ۲۵۰۰ برياليو نوماندانو څخه هيله کيږي چې لاندینی فورم ډک کړي تر څو لوړو زده کړو وزارت هغه ته په کتو د دوست هيواد هندوستان د سفارت د ازموينې د اخیستو په موخه وړ نوماندان نوموړي بنسټ ته ور وپیژني او د سفارت دازموینو د پایلو تر معلومیدو وروسته د دوی د اسنادو په تکمیلیدو اقدام وکړي.
له محترمو نوماندانو څخه هیله کيږي چې ددې خبرتیا سره ضميمه شوی فورم د پنجشنبې د ورځې تر پايه په کمپيوټري بڼه لوړو زده کړو وزارت کې ۲۱ او ۲۲ غرفو ته تسلیم کړي او یا يې لاندې برېښنالیک ته ولیږي. Iccrmp.mohe@gmail.com
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له دې شمیرې: ۰۲۰۲۵۰۰۳۲۴ سره اړیکه ونيسئ.
د فورم د تر لاسه کولو لپاره په لاندې لینک باندې کلیک وکړئ.