د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره د دوست هیواد هندوستان د ICCR د بورسونو خبرتیا

ناپیژنده (not verified)

Due

د هندوستان هیواد د ای سې سې آر د بورسونو ټولو هغو متقاضیانو ته چې د آزموينو د ملي ادارې د انګلیسي ژبې په آزموينه کې بریالي شوي خبر ورکول کیږي چې د هغو نوماندانو د مکررې مراجعې له امله چې د اسنادو د تکمیل لپاره پوره وخت نلري او غواړي چې د سفارت په ازموینه کې له بریالیتوب نه وروسته خپل اسناد تکمیل کړي.
سره له دې چې په کابل کې ميشت د هندوستان جمهوریت د محترم سفارت په لیک کې په ځانګړي ډول سره ذکر شوي چې نوماندان دې له خپلو ټولو اسنادو سره یاد سفارت ته ور وپيژندل شي، دې خبرې ته په کتو او همدارنګه د متقاضیانو غوښتنې ته د رسیدو له امله لوړو زده کړو وزارت د متقاضیانو وړانديزونه د دوست هیواد هندوستان له محترم سفارت سره شریک کړل چې له نيکمرغه د هغوی د قبول وړ وګرځیدل.
نو له همدې امله له ټولو ۲۵۰۰ برياليو نوماندانو څخه هيله کيږي چې لاندینی فورم ډک کړي تر څو لوړو زده کړو وزارت هغه ته په کتو د دوست هيواد هندوستان د سفارت د ازموينې د اخیستو په موخه وړ نوماندان نوموړي بنسټ ته ور وپیژني او د سفارت دازموینو د پایلو تر معلومیدو وروسته د دوی د اسنادو په تکمیلیدو اقدام وکړي.
له محترمو نوماندانو څخه هیله کيږي چې ددې خبرتیا سره ضميمه شوی فورم د پنجشنبې د ورځې تر پايه په کمپيوټري بڼه لوړو زده کړو وزارت کې ۲۱ او ۲۲ غرفو ته تسلیم کړي او یا يې لاندې برېښنالیک ته ولیږي. Iccrmp.mohe@gmail.com
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له دې شمیرې: ۰۲۰۲۵۰۰۳۲۴ سره اړیکه ونيسئ.
د فورم د تر لاسه کولو لپاره په لاندې لینک باندې کلیک وکړئ.

فورمونه

آخرین بورسیه ها

شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۷ - ۱۰:۲۷ بنگله دیش
Background image

بنګله دیش هېواد ته د اسلامي همکاریو د سازمان د بورس خبرتیا

د اسلامي همکاریو سازمان په شخصي لګښت د طب په څانګو کې، هغو هېوادونو ته چې د سارک  غړیتوب ولري؛ د تحصیلي بورسونو د ورکړې خبر ورکړی دی:

د بورسیې شرطونه:

د ښوونځي د دریو وروستیو کلونو . . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۴ - ۷:۵۸ هند
Background image

د هندوستان هیواد د MATS پوهنتون (په تحصیلي فیس کې) له تخفیف سره د لیسانس او ماسترۍ په کچه د تحصیلی بورسونو خبرتیا

د هندوستان هیواد د MATS خصوصي پوهنتون یوازي په تحصیلي فیس کې له ۵۰ او ۷۰ سلنې تخفیف سره د لیسانس او ماسترۍ په کچه د تحصیلی بورسونو د ورکړي خبر ورکړی دی.

د بورسونو شرایط او د اړتیاوړ . . .

شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۹ - ۷:۱ رومانیا
Background image

د دوکتورا، ماسټرۍ او ليسانس په برخه کې د رومانیا هېواد د تحصيلي بورسونو خبرتیا

د بهرنيو چارو وزارت د (۲۰۲۱ او ۲۰۲۲) کلونو له پاره، له اروپايي ټولنې بهر نورو هېوادونو له پاره، له ستوماتولوژي، طب او فارمسي پونځيو پرته په بېلابېلو څانګو کې د رومانیا هېواد د تحصيلي . . .