ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي کې د تصفیه شویو اوبو سیستم فعالیږي او ترڅنګ یې د یاد پوهنتنون مرکزي کمپس د پاکۍ او تنظیفاتو چارې پیل شوې.

ameen_admin
Tue, Dec 20 2022 9:52 AM
sdfdsfdsf

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند خلیل احمد بهسودوال د یاد پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال په ملتیا د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي کې د تصفیه شویو اوبو سیستم د جوړېدو له چارو لیدنه وکړه، چې د یونسیف ادارې په مالي او د COAR مؤسسې په تخنیکي مرسته جوړېږي او په یوه ساعت کې به د ۲۰۰۰ لیترو اوبو د تصفیه کولو وړتیا ولري.
د ننګرهار پوهنتون رئیس د یونسیف او COAR ادارو مننه وکړه، چې په یاده برخه کې یې د پوهنتون لاسنیوی وکړ او دغه راز یې د طب پوهنځي د مشرتابه هم مننه وکړه، چې په هلو ځلو یې نوموړی سیستم فعالېږي.
بل لور ته د ننګرهار پوهنتون د مرکزي کمپس لارو، ویالو، ګلدانونو او چمنونو د پاکۍ چارې د جلال آباد ښاروالۍ او د دې پوهنتون د ساتنې او څارنې مدیریت کارکوونکو په مرسته پیل شوې، چې پرانیسته یې د لیندۍ په ۲۸مه نېټه ننګرهار پوهنتون د چاپېریال ساتنې کمېټې د مشر پوهنوال سید اکرم هاشمي او د جلال آباد ښاروالۍ د اوومې ناحیې د تنظیف او سرسبزۍ د مدیر محمد یوسف هاشمي له خوا وشوه.
پوهنوال هاشمي د جلال اباد ښاروالۍ د مشرتابه او مسؤلینو د مننې ترڅنګ کاریګرو ته سپارښتنه وکړه، چې ورسپارل شوی کار په پوره اخلاص او امانتدارۍ سره سرته ورسوي.

Latest news

Tue, Jul 22 2025 8:50 AM
Background image

An advanced and well-equipped electronic library worth 1,782,000 Afghanis inaugurated at Al-Biruni University

This library was set up with financial support from the Ministry of Higher Education. During the opening ceremony, Mufti Waqayatullah Waqar Hanafi, the Chancellor of Al-Biruni. . .

Tue, Jul 15 2025 4:56 PM
Background image

Meeting of the Commission for private Universities and Higher Education Institutions Hold

During the meeting, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh ul Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, emphasized the importance of discipline in the country’s education. . .

BACK TO NEWS