د لوړو زده کړو وزارت له لوري د امریکايي اشغال د خاتمې او کابل فتحې دویمه کلیزه په شانداره مراسمو سره ولمانځل شوه. 

ameen_admin
Wed, Aug 16 2023 4:15 AM
gdfgdfgdfgdf

 

په یادو مراسمو کې، چې په کابل پوهنتون کې جوړ شوي وو، د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه پلاوي، د مرکزي پوهنتونونو رئیس صاحبانو، استادانو او محصلینو ګډون پکې کړی و. 

په دغه غونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د اسلامي امارت مشرانو، افغان ولس، د نړۍ مسلمانانو او په ځانګړي ډول د ا.ا.ا مجاهدینو ته د یادې فتحې مبارکي وویله او دا یې د الله تعالی له لوري لوی نصرت یاد کړ.

نوموړي زیاته کړه: «الله سبحانه وتعالی تل له مسلمانانو سره د نصرت وعده کړې او کله چې مسلمانان په خپل مسیر روان شوي، الله تعالی یې بریا په نصیب کړې، چې له موږ سره هم الله تعالی خپله وعده پوره کړه او افغان مسلمان او مجاهد ولس یې له شل کلن اشغال څخه خلاص کړ.»

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل چې د ننۍ غونډې موخه د افغانستان اوسنۍ ازادۍ شکر اداکول او راتلونکو مسؤلیتونو ته متوجه کېدل دي. دغه راز هغه له استادانو او محصلینو څخه وغوښتل چې د خپل هېواد او دین د خدمت لپاره ملا وتړي او ځانونه د اسلام او اسلامي امارت له  اصولو سره عیار کړي. 
 
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه وویل چې غربي نړۍ زموږ هېواد ته له خپل ټول توان، مال، پوهې او ستراتیژیو سره راغلې وه، خو افغان مجاهدین وتوانېدل چې په کمو امکاناتو هغوی ته ماتې ورکړي. 

نوموړي زیاته کړه چې غربي اشغالګرو د اشغال پر مهال زموږ د ځوانانو ذهنونونه په بې ځایه مسایلو بوخت کړي وو، له خپل تاریخ او ثقافت څخه یې لرې ساتلي وو او د هغوی تر منځ یې بې اتفاقۍ اچولې وې.

دغه راز د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو معین مفتي محمد طاهر احمد وویل چې اوسمهال په ټوله دنیا کې د واقعي مسلمان تمه یوازې اسلامي امارت ته ده، ځکه چې دا یو واقعي اسلامي نظام دی. نوموړي استادانو او محصلانو ته په خطاب کې وویل: «دا ازادي په ډېرو قربانیو لاس ته راغلې، موږ هغه وخت دا ازادي ساتلی شو، چې د علم په ډګر کې هم پرمختګ وکړو.»
 وروسته د مرکزي پوهنتونونو څو تنو استادانو د ازادۍ پر ارزښت او ستایلو خبرې وکړې او د ا.ا.ا له نظام او پالیسیو څخه یې ملاتړ وکړ. 

د یادولو وړ ده چې په دغو مراسمو کې د شل کلن جهاد اړوند حماسي شعرونه او ترانې، تمثیلي ټوټې او مستند فلمونه وړاندې شول. 

غونډه امنیتي ځواکونو ته د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ، استادانو او محصلینو له لوري د ګلانو په ورکولو سره پای ته ورسېده. 

Latest news

Sun, Jun 01 2025 3:01 PM
Background image

During his official visit to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visits Panjshir Institute of Higher Education 

 

As part of his official trip to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visited the Panjshir Institute of Higher Education.

 

The purpose of this visit was to. . .

Thu, May 29 2025 5:15 AM
Background image

The supervision and evaluation of Emirate and private educational institutions were carried out in 14 provinces of the country.


A comprehensive supervision and evaluation of the academic, administrative, and teaching affairs of Emirate and private educational institutions in Kandahar, Helmand, Nimroz, Farah,. . .

Tue, May 27 2025 4:14 AM
Background image

The Acting Minister of Higher Education Delivered a Speech at a Grand Gathering in Herat University

 

During his official visit to Herat province, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, delivered a speech at a large gathering. . .

BACK TO NEWS