داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا!

nasir_admin
418852

Publish Date

Closing Date

موضوع: د څلورو لاټونو په ګډون د کابل پوهنتون د ( کيميا، بیولوژي، فزیک او ریاضياتو) پوهنځيو د ساینس برخې لابراتواري موداو، وسایلو او تجهیزاتو د تهیه او تدارک پروژه.

داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1402/NCB/G-069
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د څلورو لاټونو په ګډون د کابل پوهنتون د ( کيميا، بیولوژي، فزیک او ریاضياتو) پوهنځيو د ساینس برخې لابراتواري موداو، وسایلو او تجهیزاتو د تهیه او تدارک پروژې داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړی، او د پروژې شرطنامه د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي. خپل افرونه د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نېټې څخه د {13/10/1402} نېټې د چهارشنبې ورځې د سهار تر (  ۰۰: ۱۰) بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل، درېيمه ناحيه په څلورمه کارته کې موقعیت لري، سپارلی شي. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ او یا نغدو پيسو په بڼه ...
1- د اول لاټ (کیمیا) لپاره، مبلغ (350,000) افغاني
2- د دويم لاټ(بیولوژي) لپاره، مبلغ(250,000) افغاني
3- د درېيم لاټ (فزیک) لپاره، مبلغ(200,000) افغاني
4- د څلورم لاټ(ریاضیاتو) لپاره، مبلغ (190,000) افغاني

د افر خلاصولو غوڼده به د {13/10/1402} نېټې چهارشنبې ورځ سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د افر خلاصولو په صالون کې، چې د کابل درېيمه ناحيه، څلورمه کارته کې موقعيت لري، دايرېږي.   
د اړيکو شمېره: 0202514078
برېښناليک پته: taherahsas29@gmail.com   
یادونه ! له افر خلاصولو مخکې غوڼده به د ۱۴۰۲ هـ ش کال د جدي میاشتي په (۴) نېټه دوشنبې ورځ سهار لس بجې د لوړو زده کړو وزرات تدارکاتو ریاست د غونډو په دفتر کې دايرېږي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخار پوهنتون د علمي-څېړنیزو مقالو د غوښتنې خبرتیا

تخار پوهنتون په پام کې لري چې په روان کال کې " د افغانستان په دوامداره پرمختګ کې د طبیعي زیرمو د مدیریت رول" تر سرلیک لاندې لومړنی ملي کنفرانس جوړکړي.
د امارتي او د خصوصي لوړو زده کړو د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۷:۳۵
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د( ۴۳ ) مادې د( ۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د (ننګرهار، پکتيا، هرات او هلمند) ولایتونو ديني جامعاتو . . .

Back to announcements

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۹:۳۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د ۱۴۰۳هـ ش مالي کال لپاره د لوړو زده کړو وزارت مرکز (۸۲) قلمه د اړتیا وړ مطبوع او غیر مطبوع قرطاسيه بابو تهیه او تدارک پروژه.
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/NCB/G-02   
د ۱۴۰۳هـ ش . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۹:۱
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د ۱۴۰۳ هـ ش مالي کال د وزارت مرکز جنراتورونو او وسايطو لپاره دوه ډوله تېلو(ډيزل او پټرول) او ۲۸ قلمه روغنیاتو او فلتر بابو تهیه او تدارک پروژه.
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/NCB/G . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۰:۸
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون کرنې پوهنځي درسي کتابونو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1402/NCB/G-99
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه . . .

Back to tenders