د ا.ا.ا کابینې غړو په ګډون سره د کابل پولي تخنیک پوهنتون شاوخواه ۸۰۰ انجنیرانو فراغتونډه ترسره شوه

naser_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۷:۵۱
 Dfgthjikngdfb

 

په همدې مناسبت فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم له فارغ شویو انجنیرانو وغوښتل چې د افغانستان دښمنانو په منفي تبلیغاتو تېر نوځي او بهر ته د تللو هڅه ونکړي، ځکه هلته یې قدر او عزت نشته. 

 

دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له کابل پولي تخنیک پوهنتون څخه فارغ شوي انجنیران د فوق الېسانس لوړو زده کړو ته وهڅول او ترې ویې غوښتل چې په لېسانس زده کړو بسنه ونکړي، د ماسټري او دوکتورا په کچه لوړې زده کړې وکړي او په ډېر اخلاص د خپل هېواد او خلکو د خدمت جوګه شي. 

 

نوموړي زیاته کړه چې افغاني ټولنه د هر مسلک متخصص ته اړتیا لري او یادو انجنیرانو ته یې په خطاب کې وویل: «مایوسه کېږئ مه، حوصله له لاسه مه ورکوئ، د ا.ا.ا په دې هڅه کې دی چې د ټولو لپاره د کار زمینه برابره شي.»  

 

همدارنګه د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور وویل چې افغانستان دیني او عصري علومو ته اړتیا لري، نړۍ د ټکنالوژۍ په وسیله مخ ته تللې او موږ ته هم پکار ده چې ټکنالوژي زده او د خپل ټاکلي هدف لپاره یې وکاروو. 

 

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ملا هدایت الله بدري په خپلو خبرو کې وویل چې اصلي شتمني متخصص کادرونه دي، نه مال او پیسې. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې اسلامي نظام د هرې برخې مسلکي اشخاصو ته اړتیا لري. 

 

همدا راز د کلیو د بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر مولوي محمد یونس اخندزاده وویل چې افغانانو په نشت امکاناتو درې امپراطورۍ راوپرځولې او وروستۍ یې امریکا وه، چې په ټیټو سترګو له دې سپېڅلې خاورې وتښتېده. هغه فارغ شویو انجنیرانو ته سپارښتنه وکړه چې پخپله دا هېواد ودان او د بهرنیانو له احتیاجه یې وساتي. 

 

وروسته د کور او ښار جوړونې سرپرست وزیر وویل چې د افغانستان اقتصادي حالت د ښه کېدو پر لور روان دی او یادو فارغانو ته یې وویل: «علم ته د علم په سترګه وګورئ، نیت مو د خلکو خدمت جوړ کړئ، د دنیا پرستۍ ذهنیت مو له فکره وباسئ، مال الله تعالی پخپله درکوي.» 

 

د یادونې وړ ده چې نن د کابل پولي تخنیک پوهنتون ۸ پوهنځيو ۲۲ څانګو څخه شاوخواه ۸۰۰ انجنیران فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول. 

نېټه: یکشنبه

۱۴۴۶هـ.ق، د رجب المرجب ۱۱مه

د ۱۴۰۳هـ.ش، د جدی ۲۳مه

۲۰۲۵م، د جنوري ۱۲مه

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۷:۳۵
Background image

داوطلبۍ فرصتونو ته د خصوصي سکتور لاسرسي پروګرام په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

د لوړو زده کړو محترم وزارت په همکارۍ د ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې پر لیکه (آنلاین) د خصوصي سکتور اړوند محترمو شرکتونو ته داوطلبۍ فرصتونو ته د لاسرسي پروګرام پر لاره واچوي.
ټول . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۷:۵۱
Background image

د ا.ا.ا کابینې غړو په ګډون سره د کابل پولي تخنیک پوهنتون شاوخواه ۸۰۰ انجنیرانو فراغتونډه ترسره شوه

 

په همدې مناسبت فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم له فارغ شویو انجنیرانو وغوښتل چې د افغانستان دښمنانو په منفي تبلیغاتو تېر نوځي او بهر ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۴:۱۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي لوړو زده ‌کړو کمیسیون ناسته وشوه

 

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وویل چې لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو کیفیت لوړونې او پرمختګ ته ژمن دی او زیاته یې کړه:. . .

BACK TO NEWS