د لوړو زده کړو او کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو. د دې هوکړې موخه د علمي تجربو شریکول او محصلینو ته د عملي زده کړو زمینه برابرول دي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، د دغه هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال وویل: " د لوړو زده کړو وزارت به د هوکړې مطابق د کرنې وزارت سره هر اړخیزه همکاري وکړي. علمي موضوعات به د کرنې وزارت په همکارۍ عملي تطبیق شي، او محصلین به له تخنیکي امکاناتو څخه ګټه واخلي."
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر، مولوي عطاءالله عمري، وویل چې د متخصصینو څېړنې باید کروندګرو ته ورسېږي، او د دواړو وزارتونو ګډې هڅې به مثبت بدلون راولي.
دغه هوکړه لیک درې فصلونه او یولس مادې لري، چې د علمي او تحقیقي همکاریو پیاوړتیا ته لاره هواروي.