د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پولي تخنیک پوهنتون څخه د لیدنې ترڅنګ په یوه فوق العاده ناسته کې د یاد تحصیلي نهاد له مسؤولینو او د پوهنځیو له رییسانو سره وکتل.

naser_admin
جمعه ۱۴۰۴/۳/۹ - ۱۳:۱۰
Eddfgtggghhhjhjjjjjjjj

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په یاده ناسته کې کابل پولي تخنیک پوهنتون د هېواد په کچه له معتبرو او تاریخي علمي مرکزونو څخه یاد کړ او د مسؤولینو او استادانو له هڅو څخه یې مننه وکړه.

 

محترم شیخ صاحب د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی له ځانګړې پاملرنې او مهربانۍ څخه د پوهنتونونو د استادانو او تحصیلي نهادونو د پیاوړتیا په برخه کې مننه وکړه او ویې ویل، چې استادان کولای شي د اغېزناکو څېړنو، ټولنیزو ستونزو د تشخیص، علمي حل لارو، وړاندیزونو او رغنده طرحو له لارې د ټولنې د اصلاح او پرمختګ لپاره مهم رول ولوبوي.

 

د لوړو زده کړو محترم سرپرست وزیر په دغه فوق العاده ناسته کې د یاد پوهنتون مسؤولینو، د بېلا بېلو پوهنځیو رییسانو او یو شمېر استادانو ستونزې او وړاندیزونه هم واورېدل او ترې ویې وغوښتل، چې د عملي او نظري تدریسي میتودونو په پیاوړتیا او علمي څېړنو په برخه کې لا فعاله ونډه واخلي. څو ټولنې ته لا په کار پوه متخصصین وړاندې شي. 

 

همداراز د کابل پولي تخنیک پوهنتون رییس مولوي محمد موسی فاروق کابل پولي تخنیک پوهنتون ته د لوړو زده‌ کړو سرپرست وزیر له ورتګ مننه وکړه او محترم وزیر صاحب ته یې د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل چې د پوهنتون مسؤولین کارمندان او استادان د مسؤلیت احساس لري او د لوړو زده کړو وزارت د اصولو سره سم په پوره ژمنتیا د هېواد د راتلونکې نسل په روزنه بوخت دي او هڅه کوي، چې په ملي کچه د تخنیکي زده‌ کړو د کیفیت لوړولو او پراختیا لپار اغېرمنې پالیسۍ رامنځ ته کړي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۴:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر پنجشېر ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پنجشېر لوړو زده کړو موسسې څخه لیدنه وکړه.

 

د دې سفر موخه د پنجشېر لوړو زده کړو موسسې عمومي حالت ارزونه، د یادې موسسې د لیلیې جوړولو لپاره د ځای انتخاب، د تدریسي او روزنیزې پروسې ارزونه او د موسسې د مسوولینو، استادانو،. . .

جمعه ۱۴۰۴/۳/۹ - ۱۳:۱۰
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پولي تخنیک پوهنتون څخه د لیدنې ترڅنګ په یوه فوق العاده ناسته کې د یاد تحصیلي نهاد له مسؤولینو او د پوهنځیو له رییسانو سره وکتل.

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په یاده ناسته کې کابل پولي تخنیک پوهنتون د هېواد په کچه له معتبرو او تاریخي علمي مرکزونو څخه یاد کړ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۶:۳۵
Background image

د هېواد ۱۴ ولایتونو امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو څارنه او ارزونه ترسره شوه.

د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو څارنې او ارزونې ریاست ټاکل شوي پلاوي له لوري د کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، روزګان، زابل، غزني، میدان وردګ، غور، دایکندي، بامیان، ننګرهار، نورستان او. . .

BACK TO NEWS