د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي نقلیه وسایطو د پرزه جاتو د تهیې او ترمیمولو پروژه

baqir_admin
g

Publish Date

Closing Date

داوطلبۍ ته د بلنې شمېره:  MOHE /1400 /G-3439

لوړو زده کړو وزارت ټولو په شرایط برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي نقلیه وسایطو د پرزه جاتو د تهیې او ترمیمولو پروژې په پروسه کې ګډون وکړي، خپل تړلي آفرونه دې د شرطپاڼې شرایطو، د ا.ا.ج چلنلارې او تدارکاتو قانون سره سم په سرتړلې بڼه وړاندې کړي.

د اړوند شرطپاڼې اصول:

له  www.npa.gov.af ، www.ageops.net ويبپا‌ڼې او د لوړو زده کړو وزارت د تدارکانو ریاست څخه ترلاسه کړئ او د آفرونو سپارلو نېټه د خبرتیا د خپریدو له نیټې څخه د ۱۴۰۰/۶/۱ نېټې د سهار ۱۰ بجو پورې چې د آفر سپارلو وروستۍ نېټه ده، تر سره کېږي. ناوخته رارسېدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفرونو پرانیستغونډه د ۱۴۰۰/۶/۱ نېټه د (دو ‌شنبې) ورځ د سهار په ۱۰ بجو د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستلو سالون کې ترسره کېږي چې کارته چهار، درېیمه ناحیه، کابل، افغانستان کې موقعیت لري.

د آفر تضمین:

د آفر تضمین د بانکې ګرنټي په بڼه (۴۱۲۵۰۰) څلور سوه او دولس زره او پنځه سوه افعانۍ دی.

د آفر تضمین باید د آفر د اعتبار مودې څخه ۲۸ ورځې ډېر وي، یانې د آفر پرانیستلو له نېټې څخه تر ۱۱۸ ورځو پورې د اعتبار وړ وي.

 بانکي تضمین دې د شرطپاڼې د اتمې برخې سره سم د بانکي تضمین فورم په کارولو سره وړاندې شي چې د تضمینونو فورمونه پکې شامل دي. د اړوند پروژې د داوطلبۍ شمېره، نېټه، اندازه او د هغې ټول متنونه باید کره وي کومه قلمي تېروتنه ونه لري.

د آفر تضمین باید د هغه شرکت د نوم لاندې چمتو شي چې د شرکت په جواز کې لیکل شوی، د هغې کاپي او سکن د منلو وړ نه دی او اصلي نسخه یې باید وسپارل شي. که چېرې غوښتونکي ګډ وي نو د آفر تضمین باید د شریک په نوم چمتو شي او د شریکانو مهر او لاسلیک اړین دی.

یادونه: که چېرې د داوطلبۍ خبرتیا نېټې او د داوطلبۍ اسنادو ترمنځ توپیر وي نو په شرطپاڼه کې ټاکل شوې نېټه د اعتبار وړ ده او د داوطلبۍ څخه مخکې غونډه به په ۱۴۰۰/۵/۲۱ مه نېټه د سهار په ۱۰ بجو د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست د غونډو په سالون کې جوړېږي.

د اړیکې شمېره:  ۰۲۰۲۵۱۴۰۷۸

 

More tenders

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۱:۳۹
Background image

د تړون کولو خبرتیا

د تدارکاتو قانون د (۴۳مې) مادې د (۲یمې) فقرې سره سم ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري چې ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د وزارت د مرکزي خدماتي پرسونل د پسرلي او مني د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۲ - ۱۱:۴۳
Background image

د تړون د پرېکړه عامه خبرتیا

د تدارکاتو قانون دري څلوېښتمې مادې (۲یمې) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري چې د هلمند لوړو زده کړو موسسې د لابراتواري تجهیزاتو تړون، ترانس پرفیک . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۲ - ۱۰:۲۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي نقلیه وسایطو د پرزه جاتو د تهیې او ترمیمولو پروژه

داوطلبۍ ته د بلنې شمېره:  MOHE /1400 /G-3439

لوړو زده کړو وزارت ټولو په شرایط برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي نقلیه وسایطو د پرزه جاتو د تهیې او ترمیمولو . . .

Back to tenders