د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو معنیت شورا ناسته د دغه وزارت د محصلانو چارو معین مفتي محمد طاهر احمد په مشرۍ ترسره شوه.

ameen_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۶:۴۹
ndfdsfjksdjkfkjds

د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو د معینیت شورا ناسته د دغه وزارت د محصلانو چارو معین مفتي محمد طاهر احمد په مشرۍ ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو معین په چارو کې د لازمو اسانتیاوو په رامنځته کولو او له مراجعینو سره پر ښه چلند، د کیفیت په لوړولو او اداري سیستم په لا منظمولو ټینګار وکړ او له اړوندو رئیسانو یې وغوښتل، چې د خپلو ادارو نظم او ډسپلین ته زیاته پاملرنه وکړي.
وروسته د اجنډا سره سم د شورا غړو د دولتي محصلانو چارو ریاست اړوند د HEMIS پر تطبیق، چې اوس په ټولو پوهنتونو کې تطبیق کېږي، خو په یو شمېر برخو کې یې د مشکلاتو او موانعو د حل، د محصلانو د منوګرافونو او تېزسونو لپاره د واحد ډيټابیس په جوړولو ترڅو له دې لارې د منوګرافونو او تېزسونو د کاپي پیسټ مخه ونیول شي او همدارنګه په بازار کې د لیکونکو منوګرافونو او تېزسونو د مخ نیوي او یو شمېر متفرقه موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې او د تطبیق په موخه اړوندو څانګو ته محول شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۵:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو او کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو. د دې هوکړې موخه د علمي تجربو شریکول او محصلینو ته د عملي زده کړو زمینه برابرول دي.

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي نداء  محمد ندیم، د دغه هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال  وویل: " د لوړو زده کړو وزارت به د هوکړې مطابق د کرنې وزارت سره هر اړخیزه همکاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته د دغه وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شو

 

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د روژې مبارکې میاشتې د فضیلتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د روژې مبارکه میاشت د صبر، اخلاص او صدقې میاشت ده او پکار ده چې د اسلام د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۸:۲۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت او چاپېریال ساتنې ملي ادارې تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

دغه هوکړه لیک چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص له لوري لاسلیک شوی دی. د دواړو نهادونو. . .

BACK TO NEWS