د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د مصر الازهر پوهنتون د ۱۵۰ بورسونو خبرتیا

Akmal_admin
د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د مصر الازهر پوهنتون د ۱۵۰ بورسونو خبرتیا

Due

-

Location مصر

په کابل کې د مصر سفارت د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کال لپاره د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د الازهر پوهنتون د بورسونو خبر ورکوي، چې ۹۰ سلنه د ادبیاتو او دیني علومو په برخه کې دي، د ښځینه او نارینه ونډه پکې مساوي ده او لاندې څانګې پکې شاملې دي:

•           د قانون او شرعیاتو څانګه

•           د دیني اصولو څانګه

•           د اسلامي دعوت څانګه

•           د ژبې او ژباړې څانګه

•           د مطبوعاتو څانګه

•           د عربي ژبې او ادبیاتو څانګو

دغه راز د ساینسي علومو په برخه کې ۲۰ بورسونه د ښځینه او نارینه په مساویانه ونډه اخیستنې او د ښوونځي په شهادتنامې او همدارنګه درې کلنو نومرو په درلودلو سره وړاندې کوي:

•           د سوداګرۍ څانګه

•           د کرنې څانګه

•           د طبیعي علومو څانګه

•           د بدني روزنې څانګه

د مینوالو نوملیکنه د ۲۰۲۱ کال د مې له ۱۰ تر ۳۱مې، له شنبې تر چهارشنبې پورې د مصر په سفارت کې ترسره کېږي. د ازموینې نېټه وروسته په کابل کې د مصر سفارت له رسمي پاڼې اعلانېږي.

بورسونو ته د نوملیکنې شرایط:

•        داوطلب باید د افغانستان تبع وي؛

•        داوطلب باید په عربي ژبه لیکل او لوستل وکړای شي؛

داوطلبان باید په هغه ازموینه کې ومنل شي چې په کابل کې د مصر سفارت له لوري اخیستل کېږي. داوطلب یاد بورس ته د لوړې نومرې پر بنسټ ټاکل کېږي. هېڅوک به له نومرو پرته د اړیکو، نژاد، جنسیت او قوم پر بنسټ ونه ټاکل شي.

•     نوماند باید بشپړه روغتیا ولري او په هېڅ ډول ساري ناروغۍ اخته نه وي؛

•    نوماند باید په سیاسي ګوندونو پورې نه وي تړلی؛

•    نوماند او د هغه کورنۍ باید امنیتي ستونزې ونه لري؛

•    له یوې کورنۍ باید یوازې یو نوماند وي؛

•    نوماند باید د ۱۲م ټولګي د فراغت سند ولري (د فراغت کال باید له ۲۰۱۹ کال مخکې وي)؛

•    د ماسټري او دوکتورا بورسونه یوازې د کابل پوهنتون زدکړیالانو لپاره دي، چې د لېسانس او ماسټري سند وړاندې کړي.

•       په پاسپورټ کې د نوماند نوم باید له تحصیلي اسناد سره سم وي.

داوطلبان باید د نوملیکنې لپاره لاندې اسناد له ځانه سره ولري:

۱ـ د تابعیت پېژندپاڼې کاپي؛

۲ـ د برېښنایي پاسپورټ کاپي؛

۳ـ د تحصیلي اسنادو کاپي (د لېسانس لپاره د ښوونځي شهادتنامه، د ماسټري او دوکتورا لپاره د نومرو ټرانسکرېپټ او ډیپلوم)

۴ـ دوه عکسونه؛ سایز(4x6)

مینوال کولی شي چې د نوملیکنې او فورم اخیستنې لپاره د اعلان له خپرېدو وروسته د ۱۴۰۰کال د غبرګولي تر ۸مې نېټې پورې د لوړو زده کړو وزارت د منښت ۲۱مې غرفې ته ورشي او خپل اسناد د ۱۴۰۰کال د غبرګولي تر ۸مې نېټې پورې دغه وزارت ته وسپاري.

آخرین بورسیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۱۹
Background image

د 2023 م کال خزاني ( مني ) سمستر لپاره د پاکستان هېواد بحریه پوهنتون (Bahria University) بورسونو خبرتیا !

په اسلام اباد کې مېشت د افغانستان سفارت خپل F-984 د 3/19/1401 شمېرې مکتوب له مخې د افغان محصلینو لپاره د لېسانس او ماسټرۍ په برخه کې د افغان محصلينو د منلو غوښتنلیک له فیس څخه د معافیت . . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۹
Background image

د پاکستان هېواد UTM پوهنتون ۲۰۲۳ م کال تحصيلي بورسونو خبرتیا !

په اسلام آباد کې مېشت افغانستان محترم سفارت د خپل ف-983 د 19/3/1401  شمېرې مکتوب له مخې د پاکستان هېواد مديريت او ټکنالوژۍ پوهنتون ( UTM) د پوهنتون فيس کې ٪۹۰ سلنه تخفيف سره په بېلابېلو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۲:۲
Background image

د لېسانس په برخه کې د اوزبیکستان هېواد تحصيلي بورسونو خبرتیا!

د ازبکستان جمهوریت د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت په چوکاټ کې د افغان وګړو د روزنې لپاره تعلیمي مرکز، چې دترمز په ښار کې موقعيت لري د لېسانس په برخه کې د لاندې شرایطو سره د تحصيلي . . .