د هلمند ولایت دریو خصوصي لوړو زده کړو نهادونو هر اړخیزه څارنه او ارزونه ترسره شوه
د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو څارنې او ارزونې رئیس مولوي حافظ احمدالله حماد په مشرۍ یوه پلاوي، د تېر سمستر د نهایي ازموینو په جریان کې، د هلمند ولایت د بُست خصوصي پوهنتون، اراکوزیا او وادي هلمند خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو هر اړخیزه څارنه او ارزونه وکړه.
د څارنې او ارزونې یاد پلاوي د څو کاري ورځو په موده کې د یادو خصوصي لوړو زده کړو نهادونو چارې د چکلیستونو سره سمې په دقت سره وارزولې او پایلې یې د دغو نهادونو له رهبرۍ او استازو سره هم شریکې کړې. د څارنې دغه پلاوي پر شفافیت او تدریسي کیفیت لوړونې ټينګار وکړ.
نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۶ هـ.ق د رجب المرجب ۱۴مه
۱۴۰۳ هـ.ش د جدي ۲۶مه
۲۰۲۵ م د جنوري ۱۵مه