د هندوستان هیواد د ICCR بورسونو د لیسانس دورې نوماندانو د آزموینې د کارت اخیستې او د بایومتریک د نیټې او د ځایونو په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

ناپیژنده (not verified)

Due

-

د هندوستان هیواد د لیسانس دورې دICCR  بورسونو ټولو هغو   نوماندانو ته خبر ورکول کیږی چې د ولایتو په کچه، د شهیدانود ، معلولینو، ورک شوو، او کوچیانو وارثینو سهمیې چې نومونه یې د ۱۳۰۸ لیست کې موجود دي کولای شې د نوم ثبت کولو او د آزموینې د فورم اخیستلو لپاره د یادو بورسونو لپاره د  ۲۷/۹/۱۳۹۸ نیټه تر چهارشنبې ورځې پورې  د لوړو زده کړو وزارت د پذیرش عمومې ۲۱ شمیری غرفې ته مراجعه وکرئ او د هندوستان تحصیلې بورسونو د آزموینې د شمولیت او  د آزموینې د کارت د اخیستلو لپاره د شهید استاد ربانې پوهنتون ته او د بایمتریک د پروسې د بشپړولو لپاره د کابل پولې تخنیک پوهنتون  ادیتوریم ته ۱۳۹۸ کال د لیندۍ میاشتې ۲۸ نیټې پورې چې د  ۲۰۱۹دسمبر له ۱۹ سره سمون لري د سهار په ۹ بجو  مراجعه وکړی البته  یو قطعه ۴/ ۳ یو قطعه انځور، اصلې تذکره او ۵۰۰ افغانۍ د آزموینې د شمولیت لپاره باید له ځان سره ولری  چې یاد آزموینه  د جمعه په ورځ د ۲۹/۹/۱۳۹۸ نیټه د سهار په ۸ بجو اخیستل کیږی.

د آزموینې د پایلې د اعلان څخه وروسته هغه نوماندان چې آزموینه یې په بریالی ټوګه بشپړ کړی وی د آزموینې د ملې ادارې لخوا بریالې نومادانو په ټوګه معرفې کیږی، چې دوی د لاندې اجراآتو  د ترسره کولو لپاره  د  ۱۳۹۸ کال د  مرغومې ۷ نیټې پورې  چې د ۲۰۱۹ د دسمبر د ۲۷ نیټې سره سمون لري  وخت لري.

  • د اففانستان د بورسونو د مدیریت سیستم د نوم لیکنې لپاره د لوړوزده کړو وزارت وب سایټ www.mohe.gov.af   د بورسونو د مدیریت سیستم په بټنې په  کلیک کولو سره مراجعه وکړئ.
  • www.a2ascholarships.iccr.gov.in  له لاري د ICCR بورسونو په آنلاین پورتال کې نوم لیکنه.
  • نوماندان مکلف دې چې ټول د اړتیا وړ فورمونه چې د اففانستان د بورسونو د مدیریت سیستم  کې چې د کاندیدې فورم، ژمن پاڼه، د تضمین خطونه، صحې فورم ، چې د یوې اعتبار وړ روغتونونو  صحې سرتفیکټ وړاندې کړي،  شهادت پاڼه او د مکتب دری کلنۍ د نمرو ترانسکریپت په شمول د لوړوزده کړو وزارت د بورسونود مدیریت د سیستم له لارې ولیږي او  په عین حال کې د خپلو اصلې  سندونو د  بورس ورکونې هیواد د ICCR   بورس آنلاین غوښتنلیک  فورم پرنت په شمول د لوړوزده کړو وزارت ته وسپاري.
  • د افغانستان د بورسونو د مدیریت سیستم  د ګټې اخیستې د څرنګوالې لپاره  کولې شې  دسیستم  د لارښود ویدیو چې د بورسونو د مدیریت سیستم کې یې لینک موجود دي وګورئ.
  • محترم نوماندان  کولۍ شې د  بورس ورکونکې هیواد د وب سایټ د نوم لیکنې د څرنګوالي په اړه د نورو معلوماتو لپاره دې ضمیمه شوی لارښود  ولولي.
  • ټول نوماندان مکلف دي چې ډاډ ترلاسه کړي چې په فورمو کې وړاندې شوي معلومات سم دي. د معلومات د مغایرت په صورت کې  د  نوم، تخلص،، د پلار نوم ، د پاسپورټ شمیره، د تابعیت تذکرې شمیرې، د زیږون کال، د فراغت کال، د اقاربو په اړه د معلوماتو او داسې نور معلومات د نه سمون په شمول ، د شکایت حق نلري  د دوی د اسنادود پروسې په جریان کې ودریږي او د وړاندې شوو معلوماتو د اصلاح لپاره  هیڅ ډول فرصت به هم  نلري.
  • د آزموینو جدول
  • د کاندیدانو لست

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۱۰:۱۸
Background image

تدارکاتي خبرتیا !


د کابل پولي تخنيک پوهنتون په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۳هـ ش کال د محصلانو ليليې لپاره د اړتیا وړ (۴) قلمه البسې پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۱۱:۱۷
Background image

د ۱۴۰۳هـ ش کال ماسترۍ پروګرام لپاره د نوم لیکنې خبرتيا !


دافغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملی پوهنتون په ۱۴۰۳ کال کې د همدي پوهنتون او د هندوستان  هیواد (IARI) پوهنتون ماسټرۍ ګډو پروګرامونو لپاره په لاندي پوهنځیو او څانګو کې نوي محصلین . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۳:۵۵
Background image

د مالېزیا لېسانس او ماسټرۍ بورسونو خبرتیا !


مالېزیا په طب او نرسنګ څانګو کې په لاندې شرايطو سره د لېسانس او ماسټرۍ په برخو کې د شپږو بورسونو د ورکړي خبر ورکړی.
شرایط:
۱.     طب څانګې لپاره کم تر کمه د ۶.۰ نمرو د IELTS سند لرل او . . .

Back to announcements

آخرین بورسیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۱۹
Background image

د 2023 م کال خزاني ( مني ) سمستر لپاره د پاکستان هېواد بحریه پوهنتون (Bahria University) بورسونو خبرتیا !

په اسلام اباد کې مېشت د افغانستان سفارت خپل F-984 د 3/19/1401 شمېرې مکتوب له مخې د افغان محصلینو لپاره د لېسانس او ماسټرۍ په برخه کې د افغان محصلينو د منلو غوښتنلیک له فیس څخه د معافیت . . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۹
Background image

د پاکستان هېواد UTM پوهنتون ۲۰۲۳ م کال تحصيلي بورسونو خبرتیا !

په اسلام آباد کې مېشت افغانستان محترم سفارت د خپل ف-983 د 19/3/1401  شمېرې مکتوب له مخې د پاکستان هېواد مديريت او ټکنالوژۍ پوهنتون ( UTM) د پوهنتون فيس کې ٪۹۰ سلنه تخفيف سره په بېلابېلو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۲:۲
Background image

د لېسانس په برخه کې د اوزبیکستان هېواد تحصيلي بورسونو خبرتیا!

د ازبکستان جمهوریت د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت په چوکاټ کې د افغان وګړو د روزنې لپاره تعلیمي مرکز، چې دترمز په ښار کې موقعيت لري د لېسانس په برخه کې د لاندې شرایطو سره د تحصيلي . . .