د ( ۱۰۵) قلمه، قرطاسيه، يو باب رنګ ، يو باب پرنټر ، يو باب د فوټو کاپي د ماشينونو رنګ او د تنظيفاتي توکو د تهيه او تدارک پروژه چې د کابل پوهنتون رياست د ۱۴۰۱ کال لپاره ضرورت لري.

Publish Date
Closing Date
تدارکاتي اعلان!
د فورم شمېره P _ 01
د ( ۱۰۵) قلمه، قرطاسيه، يو باب رنګ، يو باب پرنټر، يو باب د فوټو کاپي د ماشينونو رنګ او د تنظيفاتي توکو د تهيه او تدارک پروژه چې د کابل پوهنتون رياست د ۱۴۰۱ کال لپاره ضرورت لري.
د لوړو زده کړو وزارت د کابل پوهنتون رياست ټولو په شروطو برابرو داوطلبانو ته خبر ورکوي، چې د ( ۱۰۵) قلمه قرطاسيه، يو باب رنګ، يو باب پرنټر، يو باب د فوټو کاپي د ماشينونو رنګ او د پاکولو توکو د تهيه او تدارک پروژه چې د ۱۴۰۱ کال د کابل پوهنتون ریاست د MOHE/KU/1401/002/MCB د تشخیصيه نمبر لرونکي پروسه کې ګډون وکړي او د شرطنامې کاپي او اړونده آفر په فلش کې د کابل پوهنتون د رياست د تهيه او تدارک آمريت د قراردادونو له مديريت څخه ترلاسه او خپل آفر دې د شرطنامې د شروطو او د تدارکاتو د قانون مطابق بند سر د اعلان له نېټې څخه ۲۱ ورځې وروسته د سهار په لسو بجو د تهيه او تدارک آمريت د قراردادونو مديريت ته چې د کابل ښار، درېيمه ناحيه، کارت سخي، جمال مينه د علي آباد شفاخانې ته مخامخ واقع دی، وسپاري.
ناوخته رسیدونکي او انټرنيټي وړاندېرونه د منلو وړ نه دي.
په دې تړاو جوړېدونکې جلسه به د شرطنامې د نيټې مطابق د سهار لس بجې کابل پوهنتون رياست، د موټرو پخواني پارکينګ د پوسته خانې دهليز ښې طرف ته څلورم نمبر اطاق د تهیه او تدارک په آمريت کې دايرېږي.
د (۱۰۵) قلمه قرطاسیه او د تنظيفاتي توکو د آفر تضمين بانکي سند (ګرنټي حساب) ( ۹۱۰۴۵۴) نهه لکه لس زره او څلور سوه څلور پنځوس افغانۍ کېږي.