مالي او اداري معین د کازان شپاړسم نړیوال اقتصادي فورم څنډه کې جوړې شوې علمي ناستې ته وینا وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین، الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب د روسیې د تاتارستان جمهوریت په مرکز کازان ښار کې د شپاړسم نړیوال اقتصادي فورم څنډه کې جوړې شوې ځانګړې علمي ناستې ته هر اړخیره وینا وکړه.
یاده ناسته « په څو قطبي نړیوال سیستم کې د روسیې او اسلامي هېوادونو تر منځ د علم او لوړو زده کړو د تعامل پراخوالي» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، چې نوموړي پکې د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت پیغام وړاندې کړ او د اسلامي هېوادونو تر منځ د علمي او تحصیلي همکاریو، علمي تجربو او نوښتونو پر شریکولو او پراختیا یې ټینګار وکړ.
په یاده ناسته کې د تاتارستان د تحصیلي نهادونو لوړ رتبه مسوولینو او ګڼو علمي شخصیتونو ګډون کړی و او هر یوه د علم، اقتصاد او ټولنیز پرمختګ اړوند خپل لیدلوري بیان کړل.