د کابل پولي تخنیک پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا !
![120025541](/sites/default/files/2024-05/5_10_65_0.jpg)
Closing Date
کابل پولي تخنیک پوهنتون د درېیم ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا او ماسترۍ په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د کمپیوټرساینس پوهنځی؛
• شبکې انجنیري ډیپارټمنټ (۲) بسته.
داوطلبان کولای شي، چې د۱۰/۳/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۱۹/۳/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.
![120015620](/sites/default/files/inline-images/WhatsApp%20Image%202024-05-30%20at%208.23.50%20AM.jpeg)