د شیخ زاید پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا !
![gdgfdffdgfd](/sites/default/files/2024-07/5_10_94.jpg)
Closing Date
شیخ زاید پوهنتون دویم او څلورم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره دوکتورا، ماسترۍ او یا لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د وترنرۍ علومو پوهنځی؛
• کلینیک ډیپارټمنټ (۱) بست.
د کمپیوټرساینس پوهنځی؛
• معلوماتي سیسټمونه ډیپارټمنټ (۲) بسته.
داوطلبان کولای شي، چې د ۸/۵/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۲۳/۵/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.
![gfdgdfgfd](/sites/default/files/inline-images/WhatsApp%20Image%202024-07-29%20at%2010.26.38%20AM_0.jpeg)