د (۱۴۰۱) هـ ل کال لپاره د وزارت د مرکزي ادارو د دوه ډوله تېلو (ډېزل او پطرول) د چمتو کولو او تدارک پروژه

Akmal_admin
ت

Publish Date

Closing Date

Location کابل

داوطلبۍ ته د بلنې اعلان!
عنوان: د (۱۴۰۱) هـ ل کال لپاره د وزارت د مرکزي ادارو د دوه ډوله تېلو (ډېزل او پطرول) د چمتو کولو او تدارک پروژه.
دواطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1401/G-003
د لوړو زده کړو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د (۱۴۰۱) هـ ل کال لپاره د وزارت د مرکزي ادارو د دوه ډوله تېلو (ډېزل او پطرول) د چمتو کولو او تدارک پروژه ورکړې پروسه کې ګډون وکړي.
او د اړوندې شرط پاڼې یوه چاپ شوې کاپي دې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه په وړیا توګه په حافظه یا فلش ډیسک کې ترلاسه کړي او خپلې داوطلبۍ دې د قرارداد له شرایطو او د تدارکاتو له طرزالعمل سره سم، په پاکټ کې بند او بند سر د اعلان له خپریدو نېټې څخه د چهارشنبې په ورځ  د (۱۴۰۱ هـ ل کال د ثور ۲۸) د سهار تر لسو بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست، چې د کابل درېیمې ناحیې اړوند په څلورمه کارته کې موقعیت لري وسپاري.
 ناوخته او آنلاین وړاندیزونه د منلو وړ ندي.
د داوطلبۍ تضمین باید د (۵۰۰۰۰۰) پنځه سوه زره افغانیو په اندازه د بانکي تضمین یا نغدو پیسو په بڼه ورکړل شي.
د داوطلبۍ تضمین باید د داوطلبۍ د اعتبار مودې څخه ۲۸ ورځې اوږد وي، یعنې د داوطلبۍ د بیا پرانستلو له نېټې څخه ۱۱۸ ورځې لرونکی تضمین د اعتبار وړ دی.

د افرونو د پرانیستلو غونډه د {چهارشنبه} ورځ د { ۱۴۰۱د غويي ۲۸} نیټه د سهار {۱۰:۰۰} بجې د { لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د تدارکاتو سالون چې د کابل ښار درېیمې ناحیې په څلورمه کارته کې موقعیت لري} دایریږي.
اړېکې شمېره :0202514078
بریښنالیک پته: saririnasrat90@gamail.com 
د داوطلبۍ مخکې غونډه به د شنبې په ورځ ۱۴۰۱ هـ ل کال د غويي میاشتې په ۱۷مه نېټه د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د غیر مشورتي توکو او خدماتو په ریاست کې جوړه شي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۵۵
Background image

اعلان دعوت به داوطلبی

وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه ټولو هغه داوطلبانو ته چې په شرایطو برابر وي بلنه ورکوي، ترڅو د یاد تحصیلي بنسټ د ترمیم سرک های فرعی مؤسسه تحصیلات عالی وردګ  پروژې په پرانیستې داخلي داوطلبۍ کې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۶:۵۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د بلخ امام ابویوسف رح ديني جامعې تخصصاتو ریاست ودانۍ دهليزونو او دفترونو د پردو لګولو او فرشولو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/NCB/W-05 
د لوړو زده کړو وزارت . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۶:۳۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د ۱۴۰۳هـ ش کال لپاره د علي آباد تدريسي روغتون د اړتیا وړ ۲۸ قلمه پتالوژي توکو او ۶۶ قلمه لابراتواري توکو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/ATH/G-05
 د لوړو زده . . .

Back to tenders