داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !

Publish Date
Closing Date
عنوان: د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي شعبو (پرېنټرونو او فوتو کاپي ماشینونو) لپاره د رنګ د تهیه او تدارک پروژه.
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1401/G-006
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د وزارت مرکزي شعبو (پرېنټرونو او فوتو کاپي ماشینونو) لپاره د رنګ د ۱۴۰۱ هـ ش کال د تهیه او تدارک پروژې په پروسه کې یې ګډون کړی و او د اړونده چاپ شوې شرطنامې یوه کاپي يې په وړیا ډول په میموري یا فلش کې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي وي. خپل افر د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نېټې څخه د ۱۴۰۱ کال د میزان ۱۳ نېټې چهار شنبې ورځ، چې د ۱۴۴۴/۳/۹ سره برابره ده تر سهار ( ۰۰: ۱۰) بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل په څلورمه کارته کې موقعیت لري، سپارلی شئ.
ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ او یا نغدو پيسو (۸۵,000) پنځه اتیا زره افغانیو په اندازه وړاندې کېږي.
د افر خلاصولو غونډه به د ۱۴۰۱ کال د ميزان ۱۳مه نېټه، چې د ۱۴۴۴ هـ ق کال د ربیع الاول ۹ مې نېټې سره برابره ده د سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د آفرونو د خلاصولو په صالون کي، چې د افغانستان، کابل په څلورمه کارته کې موقعیت لري، دايرېږي.
د اړېکو شمېره: 0202514078
الکترونیکي ادرس: saririnasrat90@gmail.com
یادونه: له افر خلاصولو مخکې غوڼده به د ۱۴۰۱ کال د سنبله میاشتې په ۲۸ نېټه سهار لس بجې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو د تدارکاتو او خدمتونو په ریاست کې دايرېږي.