د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په مشرۍ ځانګړې کمېټې د هلمند دیني جامعې لپاره د استادانو ګمارنې په موخه ازموینه واخیسته.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر هلمند ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال، د هلمند دیني جامعې لپاره د استادانو ګمارنې په موخه له یو شمېر علماء کرامو او شیوخو څخه ازموینه واخیسته او د یادې جامعې لپاره یې تکړه او با استعداده استادان وګمارل.
په یاده ځانګړې کمېټه کې د هلمند ولایت والي، د علماوو شورا رئيس، مرستیال او غړو، د جهادي مدرسې شیخ الحدیث، د استیناف محکمې رئیس او د کندهار تخصصاتو رئیس غړیتوب درلود.