د کابل ښوونې اوروزنې پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا !
![نتبیانتیسنتبنتسی](/sites/default/files/2024-03/5_20.jpg)
Closing Date
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د درېیم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۲هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د طبیعي علومو پوهنځی؛
• د چاپیریال ساتنې ډیپارټمنټ (۱) بست.
د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځی؛
• روزونکي (مربي) ډیپارټمنټ (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۶/۱۲/۱۴۰۲هـ.ش څخه تر ۲۵/۱۲/۱۴۰۲هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تائید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.