ازبیکستان ته د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت تللي پلاوي ترمز کې د افغان زده‌کړیالانو لپاره جوړ شوي روزنیز مرکز څخه لیدنه وکړه

baqir_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۵ - ۶:۲۱
g

د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزی چې د یاد پلاوي ملتیا کوي وايی؛ چې په دغه روزنیز مرکز کې ۱۷۲ افغان زده‌کړیالان په درېیو څانګو( د ازبیکي ژبې ادبیات، قابلګي او رېل پټلۍ) کې په زده‌کړو بوخت دي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال وايی؛ چې یاد روزنیز مرکز له زېربنايی اړخه په ډېره ښه توګه جوړ دی او ټولې ستونزې حلولای شي، خو له علمي اړخه باید ورته پاملرنه وشي څو اوسنیو اړتیاوو سره سم په لوړ کیفیت فارغان ولري.

پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي زیاته کړه چې د دغه روزنیز مرکز ستونزې د پوهنتون له مشرانو سره شریکې شوي او د ازبيکستان د لوړو زده کړو وزارت سره به هم شریکې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۷ - ۱۲:۱۶
Background image

فاریاب پوهنتون کې د «استادانو ترفیع او آثارو د ثبت او علمي ترفیعاتو پوهاوي» په نوم دوه ورځنی ورکشاپ جوړ شو

په دغه ورکشاپ کې د فاریاب پوهنتون رییس پوهنمل فېروز اوزبېک کریمي د تدریس، څېړنې او نورو اکاډمیکو مکلفیتونو اړوند د علمي کادر غړو په وظایفو خبرې وکړې او د هغو په معیاري تطبیق یې ټینګار. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۷ - ۱۱:۴۶
Background image

جوزجان پوهنتون کې د علمي ترفېعاتو بهیر او د استادانو علمي ترفیعاتو د آثارو ثبتولو په اړه د پوهاوي دوه ورځنی ورکشاپ جوړ شو

دغه ورکشاپ کې چې د «علمي ترفیعاتو بهیر پوهاوي او د استادانو د علمي ترفیعاتو آثارو ثبتول» په نوم جوړ شو؛ علمي مرستیالې، د علمي څېړنو د چارو امر، د ډيپارټمېنټونو امرانو او استادانو ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۷ - ۶:۱۹
Background image

د‌ پوهنتونونو له نشراتي مسئولينو سره د لوړو زده کړو وزارت د وياند ويډيويي کنفرانس

د لوړو زده کړو وزارت د ویاندوی دفتر او ۳۹ ولایتي او مرکزي پوهنتونونو نشراتي مسوولینو تر منځ د همغږۍ ناسته وشوه. په دغه ناسته کې چې د لوړو زده کړو وزارت ویاند پوهنیار حامد عبیدي په مشرۍ. . .

BACK TO NEWS