تخار پوهنتون کې ۱۱ پراختیایې پروژې پرانیستل شوې

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۵:۴۴
افتتاح 11 پروژه انکشافی

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر تخار پوهنتون کې د ١٣٠ میلیونه افغانیو په ارزښت ١١ پراختیایې پروژې پرانیستلې.

پدې پروژو کې د ښځینه محصلینو لیلیه، د کیفیت د تضمین واحد، وړوکتون، آی سي ټي سنټر، تشنابونه، کاسټر موټرونه، لابراتوارونه، د پوهنتون لویدیځ اړخ دیوال، اجتماعي سالون، د سپورټ جمنازیم او د ښوونې او روزنې کتابتون شامل دي.

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د تخاریانو د میلمه پالنې څخه مننه وکړه او تخار ولایت ته د خپل سفر د موخو په اړه یې وویل:
تخار ولایت ته زموږ د سفر موخې عبارت دي له د تخار ولایت د دولتي او خصوصي تحصيلي بنسټونه څخه لیدنه، د دولتي چارواکو او د پوهنتونو د استادانو سره ناسته، په پراختیایې پروګرامونو او د هغوی د څرنګوالي د پلي کیدو باندې کار کول چې وکړای شي د تخار د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون را مینځته کړي او په پايله کې، تحصیلي بنسټونه په ټولنه کې خپل موقعیت ثابت کړای شي.

پوهنمل بالاکرزي د لوړو زده کړو وزارت د پروګرامونو او کړنو په اړه وویل: لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي کیفیت د لوړولو لپاره پر یو واحد نصاب کار پیل کړی دی چې ټاکل شوې د روان کال تر پایه د لیسانس په برخه کې به د ١٦٥ تحصيلي څانګو څخه، ٥٠ سلنه بشپړ شي.

افتتاح 11 پروژه انکشافی

نوموړي د استادانو د وړتیاوو لوړونې، تحصیلي بورسونو، علمي څیړنو، د علمي ژورنالونو جوړولو، د کیفیت او اعتبار ورکونې موضوعاتو ته پاملرنه کولو، د بنسټونو جوړولو، الیکټرونیکې او د ایډیکس پروګرام زده کولو او د هغو د موثریت په هکله هم هر اړخیز معلومات ورکړل.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د ګرځندوی، ښکلو هنرونو، په ځانګړي توګه د میناتورۍ د جوړولو د غوښتنې په اړه وویل، دا برخې د کار د ځایې بازار په پام کې نیولو سره مهم او اغیزمنې دي.

افتتاح 11 پروژه انکشافی

د تخار والي عبدالحق شفق تخار ته د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه او ورسره د دوی مل پلاوي له راتګ څخه مننه وکړه، د هغو برخو په اړه چې د ځایې اړتیاوو پر بنسټ باید جوړې شي ټینګار وکړ او ویې ویل، په تیرو وختونو کې د اړتیا وړ څانګو ته، د خلکو او چاپیریال لومړیتوبونو په نظر کې نیولو سره سمه پاملرنه نه ده شوې.

نوموړي وویل: چې د تخار پوهنتون د بنسټونو جوړولو ، علمي څیړنو او د سپورټ میدانونو جوړولو لپاره لویه ساحه په واک کې لري چې باید ګټه ترې واخیستل شي.

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي او د دیني، فرهنګي چارو ، او دپوهنې او د لوړو زده کړو د کمیسیون غړي ډاکټر احمد ضیاء یفتلي د لوړو زده کړو وزارت د پروګرامونو په اړه خوښي څرګنده کړه، او د هیواد تحصیلي بنسټونو څخه یې د لوړو زده کړو وزارت د رهبري پلاوي لیدنه د دوی د کړنو ارزولو او د ستونزو د حلولو په هکله اغیزمن وبلل.

د تخار پوهنتون رئیس خیرالدین خیرخواه د دغه پوهنتون لاسته راوړنو ، کړنو او پروګرامونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: په تخار پوهنتون کې ښې وړتیاوې شتون لري چې ددې وړتیاوو پر بنسټ مونږ وکړای شول چې د کیفیت د تضمین دوه مرحلې سر ته ورسوو او د کیفیت د تضمین دریمې مرحلې ته لاړ شو.
د هغه په ​​وینا ، د تخار پوهنتون شاوخوا ۶۰ تنه استادان دا مهال په کور دننه او بهر کې زده کړې کوي چې پر دې اساس به تر راتلونکو دوو کلونو پورې د تخار پوهنتون هیڅ استاد لیسانسه پاتې نه شي.
نوموړي همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت، د لوړو زده کړو پراختیایې پروګرام (HEDP) ، د جمهوري ریاست عملیاتي واحد او په تخار پوهنتون کې د هندوستان هیواد د پراختیایې پروژو د تمویل څخه مننه وکړه.

افتتاح 11 پروژه انکشافی
د یادونې وړ ده چې تخار پوهنتون ۷ پوهنځي ، ۳۱ څانګې، د شپې ۳ پوهنځي، ۱۶۷ استادان او شاوخوا ۷۰۰۰ نارینه او ښځینه محصلین لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ماسټري برنامو ۹ څانګو څخه ۲۱۰ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

 

په همدې مناسبت جوړه شوې فراغتغونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس، د لوړو زده کړو وزارت علمي او مالي او اداري چارو معین صاحبانو، د پوهنې وزارت د کیفیت لوړاوي معین، د مرکزي پوهنتونونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۳:۵۵
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د غزني پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ، په دغه پوهنتون کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت يوه پروژه افتتاح او دوې نورې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د غزني پوهنتون پنځو پوهنځيو څخه د ۳۹۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ننګرهار پوهنتون کې د مرکزي لیلیې د شپږو بلاکونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي


د یاد پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ بلاکونه، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ترمیمېږي.
یاد بلاکونه ټولټال ۱۴۴. . .

BACK TO NEWS