داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !
Publish Date
Closing Date
عنوان: د ننګرهار، هرات، کندز، بلخ، پکتیا او هلمند د دیني جامعاتو کنفرانس روم لپاره د تخنیکي وسایلو د تهیه او تدارک پروژه چې ۶ لاټونه پکې شامل دي.
د داوطلبۍ شمېره:MOHE/1402/NCB/G-76
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ننګرهار، هرات، کندز، بلخ، پکتیا او هلمند د دیني جامعاتو کنفرانس روم لپاره د تخنیکي وسایلو د تهیه او تدارک پروژه چې ۶ لاټونه پکې شامل دي د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د پروژې شرطنامه د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي. خپل افرونه د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نېټې څخه د {۱۴۰۲/۱۱/۱۰} نېټې د سه شنبې ورځې د سهار تر ( ۰۰: ۱۰) بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل، درېيمه ناحيه په څلورمه کارته کې موقعیت لري، سپارلی شي. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ او یا نغدو پيسو (77,000) ( اووه اویا زره) افغانیو په اندازه وړاندې کېږي.
د افر خلاصولو غوڼده به د {۱۴۰۲/۱۱/۱۰} نېټې سه شنبې ورځ سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د افر خلاصولو په صالون کې، چې د کابل درېيمه ناحيه، څلورمه کارته کې موقعيت لري، دايرېږي.
د اړیکو شمېره:0202514078
برښنا لیک: rafiullah.naeemi@gmail.com
یادونه: له افر خلاصولو مخکې غوڼده به د ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ نېټه پنجشنبې ورځ سهار لس بجې د لوړو زده کړو وزرات تدارکاتو ریاست کې دايرېږي.