داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !

Publish Date
Closing Date
عنوان: د وزارت مرکزي شبکې لپاره د فایروال د اخیستلو او نصبولو پروژه.
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1401/G-016
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د د وزارت د مرکزي شبکې لپاره د فایروال د اخیستلو او نصبولو د پروژې په پروسه کې ګډون کړی وو او اړونده چاپ شوې شرطنامې یو کاپي يې په وړیا ډول په میموري یا فلش کې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي اوسې.
خپل افر د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نیټې څخه د ۱۴۰۱ کال د سنبلې ۵ نېټې شنبې ورځ تر سهار ( ۰۰: ۱۰) بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل په څلورمه کارته کې موقعیت لري، سپارلی شئ. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ او یا نغدو پيسو (۲۵۰۰۰ ) پنځه ویشت زره افغانیو په اندازه وړاندې کېږي.
د افر خلاصولو غونډه به د ۱۴۰۱ کال د سنبلې ۵مه نېټه د سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د آفرونو د خلاصولو په صالون کي، چې د افغانستان، کابل په څلورمه کارته کې موقعیت لري، دايرېږي.
د اړېکو شمېره: 0202514078
الکترونیکي ادرس: yahya.nabizada2019@gamail.co
یادونه ! له افر خلاصولو مخکې غوڼده به د ۱۴۰۱ کال د اسد میاشتي په ۲۲ نېټه د شنبې په ورځ سهار لس بجې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو د تدارکاتو او خدمتونو په امريت کې دايرېږي.