د ازبکستان هيواد د لیسانس دورې تحصيلي بورسونو خبرتیا!

baqir_hiadari

Due

-

د کابل میشت ازبکستان سفارت د خپلې 01/362-UZ شمیرې20/12/2019 نیټې يادونې په ترڅ کې لوړو زده کړو وزارت ته د2020/2021 کلونو لپاره په بیلابیلو څانګو کې د ازبکستان هيواد تحصيلي بورسونو د ۵۰ سیټونو د ورکړې خبر ورکړی دی.
یاد شوي بورسونه د هیواد د پوهنتونو واجد شرایط محصلانو لپاره ځانګړي شوي و، لکه څنګه چې په پام کې دی، یو شمیر محصلانو له نوموړو بورسونو څخه تر اوسه پورې ګتې اخیستلو ته حاضر شوي نه دي، له همدې کبله دغه بورسونه د لاندینو شرایطو په نظر کې نيولو سره په آزاده توګه اعلانیږي:
• متقاضیان باید د 1395 څخه تر 1398 کلونو دولسم صنف فارغان وي.
• د نمرو فیصدي يې باید تر ۷۰% پورته وي.
• د تعلیمي اسنادو (شهادتنامې) درلودل.
• د تابعیت تذکرې درلودل

هغه واجد شرایط علاقمندان چې په يادو بورسونو کې د نوم ثبتولو غوښتونکي وي کولای شي چې تر 30/10/1398 نیټې پورې د پذیرش ۲۱ غرفې ته د خپل نوم ثبتولو او اسنادو تسلیمولو لپاره مراجعه وکړي.

ددې تر څنګ نوماندان مکلف دي چې خپل نوم په sms.mohe.gov.af ويب سايټ کې ثبت کړي.

یادونه: په هغه صورت کې چې د متقاضیانو شمیر له موجودو سیټونو څخه زیات شي، د ښوونځي د دریو کلونو د لوړو نمرو په نظر کې نيولو سره به انتخاب شي.

د نورو معلوماتو لپاره په لاندې لینک کلیک وکړئ!

دانلود

آخرین بورسیه ها

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۶ - ۶:۴۰
Background image

د بنګلادیش هیواد د ښځو لپاره آسیایي پوهنتون د لیسانس دورې تحصیلي بورسونو خبرتیا

 

د برک محترمې مؤسسې د بنګلادیش هیواد د ښځو لپاره آسیایي پوهنتون د لیسانس دورې د (۵۰) سيټونو تحصیلي بورسونو په هکله په لاندې څانګو کې لوړو زده کړو وزارت ته خبر ورکړی دی:

  • Bioinforma . . .
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۸ - ۹:۵۷
Background image

د لیسانس په کچه د ترکیې هیواد د بورسونو خبرتیا

د لوړ زده کړو وزارت په پام کې لري د ۱۳۹۸ کال د کانکور ۱۵ تنو ته چې  لوړي نمري یی خپلې کړي دي او د هغوي لیست د دغه خبرتیا سره ضمیمه شوي د ترکیې هیواد د لیسانس دوري تحصیلې بورسونو د . . .

شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۸ - ۶:۷
Background image

د ازبکستان هيواد د لیسانس دورې تحصيلي بورسونو خبرتیا!

د کابل میشت ازبکستان سفارت د خپلې 01/362-UZ شمیرې20/12/2019 نیټې يادونې په ترڅ کې لوړو زده کړو وزارت ته د2020/2021 کلونو لپاره په بیلابیلو څانګو کې د ازبکستان هيواد تحصيلي بورسونو د ۵۰ . . .