د اسلامي نړیوال پوهنتون د جوړولو د تقنیني سند د جوړېدو کمېټه جوړه شوه

baqir_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۳ - ۸:۵۳
g

د لوړو زده کړو وزارت روان کال د کب په دویمه د لوړو زده کړو وزارت د علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په مشري په افغانستان کې د اسلامي نړیوال پوهنتون رامنځته کولو د تقنیني سند د تدوین کمېټه جوړه کړه او د دغه پوهنتون پر حقوقي مواردو بحث وشو.

په دغه غونډه کې د عدلیې وزارت د قانون جوړونې د چارو انستیتوت مشر قانونوال عبدالمجید غني زاده، د مالیې وزارت د پالیسۍ معینیت ستر سلاکار مسعود هاشمي او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د چارو ادارې استازي سید ایمل عباد او نورو ګډونوالو د پوهنتون د حقوقي او علمي بېلابېلو اړخونو خپل نظرونه څرګند کړل او په دې برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۳:۵۵
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د غزني پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ، په دغه پوهنتون کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت يوه پروژه افتتاح او دوې نورې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د غزني پوهنتون پنځو پوهنځيو څخه د ۳۹۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ننګرهار پوهنتون کې د مرکزي لیلیې د شپږو بلاکونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي


د یاد پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ بلاکونه، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ترمیمېږي.
یاد بلاکونه ټولټال ۱۴۴. . .

BACK TO NEWS