د افغانستان د کرنې او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د ودانیو ستونزو تر بحث لاندې ونیول شوه

Azizorayakhel.admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱ - ۱۱:۵۸
ش

د افغانستان د کرنې او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د ودانیو ستونزو حل کولو موضوع د لوړو زده کړو وزارت او تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې چارواکو ترمنځ په یوه غونډه کې تر بحث لاندې ونیول شوه.

په دې ناسته کې، دواړو لورو د ګډو همکاریو، تخنیکي او عملي طرحې او د علمي او اکاډمیک کمپلکس ماسټر پلان جوړولو او په پای کې د دوه اړخیزو علمي همکاریو په اړه د یو هوکړه لیک لاسلیک کولو په اړه خبرې وکړې.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نور احمد درویش وویل چې د افغانستان د کرنې او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د ودانیو او ځمکې د ستونزو د حل په موخه د دې ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره د دواړو لورو تر منځ ګډ او همغږي فعالیتونو ته اړتیا ده.

هغه په یاده برخه کې د ګډ پلاوي پر جوړولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د کمپلکس رامینځته کولو لپاره د ګډو همکارو پلان له بشپړیدو وروسته به دوی د ماسټر پلان او د ګډ هوکړه لیک په لاسلیک کولو کار وکړي.

همدارنګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو د اکادمیکو چارو او مالي او اداري معینانو د لوړو زده کړو وزارت له هڅو څخه د یادو ځمکو د ستونزو د حل لپاره مننه وکړه او په ټولو برخو کې په ځانګړي ډول د اکاډمیک کمپلیکس پر جوړولو د دواړو خواو پر ګډې همکاریو ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د کرنې او ټکنالوژۍ علومو ملي پوهنتون په ۱۳۹۲کال کې د کندهار ولایت د ترنګ فارم په ۵ زره جریبه ځمکه کې جوړ شوی دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ماسټري برنامو ۹ څانګو څخه ۲۱۰ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

 

په همدې مناسبت جوړه شوې فراغتغونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس، د لوړو زده کړو وزارت علمي او مالي او اداري چارو معین صاحبانو، د پوهنې وزارت د کیفیت لوړاوي معین، د مرکزي پوهنتونونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۳:۵۵
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د غزني پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ، په دغه پوهنتون کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت يوه پروژه افتتاح او دوې نورې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د غزني پوهنتون پنځو پوهنځيو څخه د ۳۹۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ننګرهار پوهنتون کې د مرکزي لیلیې د شپږو بلاکونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي


د یاد پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ بلاکونه، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ترمیمېږي.
یاد بلاکونه ټولټال ۱۴۴. . .

BACK TO NEWS