د افغانستان لوړې زده کړې د پرمختګ او نړیوال اعتبار نوي پړاو ته داخليږي

Azizorayakhel.admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۳ - ۹:۵۹
123

د توکیو ۲۰۱۱ کنوانسیون سره د افغانستان الحاق د هېواد د کابینې له لوري تایید شو.
د توکیو ۲۰۱۱ کنوانسیون د آسیا او آرام سمندر په حوزه کې د وړتياوو او تحصيلي مدارکو د پيژندنې لپاره علمي میثاق دی.
د لوړو زده کړو په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې افغانستان د یونیسکو له یو معتبر کنوانسیون سره ملحق کیږي، تر څو د تحصيلي اسنادو په رسمیت پيژندلو او د هیواد د پوهنتونو او لوړو زده کړو موسساتو د وړتياوو په رسمیت پیژندلو کې آسانتيا رامنځته کړي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي وایې: "د توکیو ۲۰۱۱ کنوانسیون کې د افغانستان غړيتوب د کنوانسیون له خدمتونو او فعالیتونو څخه په ګټې اخیستنې د هېواد لوړو زده کړو د ښه والي لامل کيږي او په پای کې د افغانستان تحصيلي خدمتونو د وړاندې کولو او معیاري کولو په برخه کې آسانتياوې رامنځته کوي".
له دې کنوانسیون سره ملحق کیدل په هیواد کې اړوندې ادارې په یو لړ فعالیتونو مکلفوي، د هغو له جملې څخه د تحصیلي معلوماتي ملي مرکز جوړول او پراختيا چې په هغه کې به د پوهنتونو او لوړو زده کړو موسساتو ټولو قوانینو، مقرراتو، لوايحو، طرزالعملونو او د هیواد تحصيلي سيسټم او د وړتياوو د تثبيت چوکاټ پراختيا NQF ته لنډه کتنه تر سره کیږي او په پایله کې به د تحصيلي سيسټم د اوچتوالي لامل او د هغه وړتیاوې او مدارک له نړیوال اعتبار څخه برخمن کیږي.
د لوړو زده کړو د پرمختګ لپاره د بشري بالقوه وړتیا څخه د زیاتې استفادې په موخه د کنوانسیون د غړو همکاري، د لوړو زده کړو مدارکو ارزونه، پیژندنه او په رسمیت پیژندل، د محصلينو او علمي کادر غړو نړیوال خوځښت، د اکاډميکو تجربو تبادله، د يونيسكو په شمول له ټولو کنوانسیونو سره په نړیوالو همکاریو کې فعاله ونډه اخیستنه، د اړخونو تر منځ د اکاډمیک خوځښت دودول ددې کنوانسیون له موخو څخه ګڼل کیږي.
د لوړو زده کړو برنامو په ځانګړي ډول د کیفیت تضمين او اعتبار ورکول، تحصيلي نصاب، علمي څیړنې، انلاين زده کړې او د هیواد نور اکاډمیک فعالیتونه ددې کنوانسیون د الحاق د مکلفيتونو له لړۍ څخه بلل کیږي او د نړیوالي ټولنې د همکارۍ او پلوۍ فرصت به په وړاندې ولري.
د یادولو وړ ده چې د لوړو زده کړو نظام د کیفي لوړتیا او معیاري کولو په موخه د لوړو زده کړو وزارت د رهبري هئيت هڅو او د هیواد د جمهوري ریاست مقام ملاتړ ته په پام، د توکیو ۲۰۱۱ کنوانسیون کې د افغانستان الحاق کولی شي یوه لویه لاسته راوړنه او د افغانستان د لوړو زده کړو په ۸۷ کلن تاريخ کې د عطف نقطه وګڼل شي.
لوړو زده کړو وزارت په دې برخه کې د افغانستان جلالتمآب ولسمشر او بهرنیو چارو او عدليې وزارتونو له ملاتړ څخه مننه کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ماسټري برنامو ۹ څانګو څخه ۲۱۰ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

 

په همدې مناسبت جوړه شوې فراغتغونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس، د لوړو زده کړو وزارت علمي او مالي او اداري چارو معین صاحبانو، د پوهنې وزارت د کیفیت لوړاوي معین، د مرکزي پوهنتونونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۳:۵۵
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د غزني پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ، په دغه پوهنتون کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت يوه پروژه افتتاح او دوې نورې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د غزني پوهنتون پنځو پوهنځيو څخه د ۳۹۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ننګرهار پوهنتون کې د مرکزي لیلیې د شپږو بلاکونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي


د یاد پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ بلاکونه، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ترمیمېږي.
یاد بلاکونه ټولټال ۱۴۴. . .

BACK TO NEWS