د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د کرني پوهنځی محصلانو لپاره د علمي څېړنو په موخه څېړنېز فارم افتتاح شو.

ameen_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۶:۳۴
djslkfjlsdlkf


په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون علمي مرستیال پوهندوی ډاکټر رفیع الله عطاء د یاد فارم په ارزښت خبرې وکړې ویې ویل چې د نظري زده کړو تر څنګ عملي زده کړې هم مهمې دي موږ هم دغه ارزښت ته په کتو دغه څېړنېز فارم افتتاح کړ.
وروسته د یاد پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال دوکتور محمد ولي سالاري هم د یاد څېړنېز فارم پر ارزښت خبرې وکړې، هغه زیاته کړه چې په دغه څېړنېز فارم کې به د زراعت پوهنځي د دوکتورا او ماسټرۍ برنامو محصلان د تخمونو په ځانګړي ډول د هایبریډ تخمونو په برخه کې تحقیق کوي او پایلې به یې له خلکو سره شریکوي.
دا فارم پر ۶ نیم جریبه ځمکه جوړ او د عملي زده کړو لپاره اختصاص شوی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۶:۲۴
Background image

البیروني پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۸۲ زره افغانیو په ارزښت، عصري او مجهز الکترونیکي کتابتون پرانیستل شو.

یاد کتابتون د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې د پرانیستې په مراسو کې یې د البیروني پوهنتون رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کتابتون پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او دغه. . .

BACK TO NEWS