د بالمقطع استادانو ګمارنې د طرزالعمل وروستي کولو په موخه ناسته ترسره شوه

baqir_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۹ - ۸:۵۴
g

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت کابیني د ۲۸/۷/۱۳۹۹ نېټې پرېکړې پر بنسټ؛ په دولتي پوهنتونونو کې د بالمقطع استادانو ګمارنې طرزالعمل وروستي کولو په اړه؛ نن د لوړو زده کړو وزارت د علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په مشرۍ ناسته جوړه ترسره شوه.

دغه ناسته کې په داسې حال کې چې د کابینې د چارو د انسجام ریاست مرستیال عبدالمالک دستیار، د لوړو زده کړو وزارت اړوند ادارو رییسانو او د مالیې او اقتصاد وزارتونو استازو هم ګډون لاره؛ د یاد طرزالعمل په اړه یې خبرې او اصلاحي وړاندیزونه او نظریات وړاندې کړل.

دغه طرزالعمل د ګمارنې د کړنلارو ټاکلو، مالي موضوعاتو او استادانو د حقوقو او امتیازاتو روڼوالي په موخه برابر شوی دی. د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت کابینې د ۲۶/۳/۱۳۹۹ نېټې په ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت موظف کړ؛ څو د بالمقطع استادانو ګمارلو په طرزالعمل کار وکړي. دغه طرزالعمل د کابینې د ۲۸/۷/۱۳۹۹ نېټې په ناسته کې تایید شو او د لوړو زده کړو وزارت ته سپارښتنه وشوه، چې یاد طرزالعمل د یوې ناستې په ترڅ کې د مالیې وزارت او نورو اړوندو ادارو په ګډون، د کابینې غړو د نظرونو په پام کې نیولو او بیا غور وروسته؛ تصحیح او اجرا کړي.

د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت په روان کال کې وکولای شو، د یاد وزارت په بېلابېلو برخو کې ۵۲ طرزالعملونه جوړ او وروستي کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۳:۵۵
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د غزني پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ، په دغه پوهنتون کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت يوه پروژه افتتاح او دوې نورې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د غزني پوهنتون پنځو پوهنځيو څخه د ۳۹۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ننګرهار پوهنتون کې د مرکزي لیلیې د شپږو بلاکونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي


د یاد پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ بلاکونه، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ترمیمېږي.
یاد بلاکونه ټولټال ۱۴۴. . .

BACK TO NEWS