د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې ریاست پلاوي په هرات پوهنتون کې د لویدیځ زون ټولو دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو مسؤلینو ته روزنیز ورکشاپ دایر کړ.

په دغه روزنیز ورکشاپ کې، د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې ریاست پلاوي له لوري، چې مشري یې د تضمین کیفیت امر صفت الله حامد کوي، د یاد زون دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو مسؤلینو ته د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې د چوکاټ او علمي پروګرامونو د پوهاوي او لارښوونې اړوند معلومات ورکړل شول.
یاد روزنیز ورکشاپ به څلور ورځې دوام وکړي او په نږدې ورځو کې به د هېواد په نورو زونونو کې هم ورته روزنیز ورکشاپونه دایر شي.