د تړون کولو خبرتیا

baqir_admin
g

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د (۴۳مې) مادې د (۲یمې) فقرې سره سم ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري چې د کابل لوژستیکي او خدماتي شرکت سره د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د وزارت د مرکزي څانګو د (۴۰) قلمه د پرېنټرونو د رنګ او د فوتوکاپې ماشینونو د تهیه او تدارک پروژې تړون وکړي چې  د جواز نمبر یې( D-46510)   دی او پته یې: سرک (۴) محل (۱۶) نوآباد، قلعه زمان خان، مرکز کابل، افغانستان. لږ تر لږه ۱۱.۷۸۰.۷۵۰ یوولس میلیونه اووه سوه او اتیا زره او اووه سوه پنځوس افغانۍ او حد اکثر په ۱۲.۹۶۰.۳۰۰ دولس میلیونه او نهه سوه او شپېته زره او درې سوه افغانۍ کېږي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول نیوکه ولري کولای شي چې خپله نیوکه د خبرتیا خپرېدو نېټې څخه تر اوو ورځو پورې په لیکلي بڼه له دلایلو سره یو ځای د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له احکامو سره سم د لوړو زده کړو وزارت د تهیه او تدارکاتو ریاست ته وسپاري چې په کارته چهار سیمه کې د کابل پوهنتون ته څېرمه موقعیت لري.

دا خبرتیا د تړون کولو په مانا نه ده، د پورتنۍ مودې تر بشپړېدو او د تړون قانوني پړاوونو تر بشپړولو پورې به تړون لاسلیک نه شي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخار پوهنتون د علمي-څېړنیزو مقالو د غوښتنې خبرتیا

تخار پوهنتون په پام کې لري چې په روان کال کې " د افغانستان په دوامداره پرمختګ کې د طبیعي زیرمو د مدیریت رول" تر سرلیک لاندې لومړنی ملي کنفرانس جوړکړي.
د امارتي او د خصوصي لوړو زده کړو د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۷:۳۵
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د( ۴۳ ) مادې د( ۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د (ننګرهار، پکتيا، هرات او هلمند) ولایتونو ديني جامعاتو . . .

Back to announcements

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۹:۳۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د ۱۴۰۳هـ ش مالي کال لپاره د لوړو زده کړو وزارت مرکز (۸۲) قلمه د اړتیا وړ مطبوع او غیر مطبوع قرطاسيه بابو تهیه او تدارک پروژه.
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/NCB/G-02   
د ۱۴۰۳هـ ش . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۹:۱
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د ۱۴۰۳ هـ ش مالي کال د وزارت مرکز جنراتورونو او وسايطو لپاره دوه ډوله تېلو(ډيزل او پټرول) او ۲۸ قلمه روغنیاتو او فلتر بابو تهیه او تدارک پروژه.
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/NCB/G . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۰:۸
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون کرنې پوهنځي درسي کتابونو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1402/NCB/G-99
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه . . .

Back to tenders