د جوزجان پوهنتون علمي معاون د جمهوري ترکیې له سرقنسل سره وکتل

د جوزجان پوهنتون علمي معاون په مزار کې مېشت د ترکیې هیواد د سرقنسل سره په لیدنه کې، د جوزجان پوهنتون سره دهغه هېواد د همکاریو په اړه خبرې وکړې.
په دې ناسته کې د جوزجان پوهنتون علمي مرستیالې پوهندوی سهیلا حیدري او د ترکیې هیواد سرقنسل سمیع لطفي تورګروت په پېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې، چې د ترکیې هیواد د معتبرو پوهنتونونو له خوا د جوزجان پوهنتون سره د همکارۍ د تفاهم لیک لاسلیک، د جوزجان پوهنتون د انجنیري پوهنځي د لابراتوارونو د مجهز کولو په موخه د ترکيې د پوهنتونو او نورو بنسټونو د توجه جلبول، د ترکلوژي د څانګې څخه پوره ملاتړ او د ترک استادانو په ذریعه د دې څانګې محصلانو ته تدریس کول،طراحي او د معقولو برنامو پر لاره اچول، د امتیازاتو د اخستلو اود انجنیري او ساینس د نړیوالو سیمو د ژورنال د نشر په پار د مالي لګښتونو مسئولیت اخستل، ترکیې هېواد ته د دې تحصیلي بنسټ د رهبرۍ د پلاوي لیږل او نورو مواردو په اړه خبرې وشوې.
د دوست هېواد ترکیې سرقنسل ژمنه وکړه چې مطرح شوي موضوعات به له اړوند مقاماتو سره په ترکیه کې شریکوي او د تطبیق لپاره به يې له هیڅ راز هڅو سپما نکوي.