د رهبري شورا غونډه جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۱ - ۷:۵۶
شورای رهبری وزارت تحصیلات عالی

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د رهبري شورا غونډه جوړه شوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر اوعلمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د غونډې په پېل کې د مرکزي ادارو د رییسانو د کړنو، اجراآتو او فعالیتونو راپور واورېد او بیا يې د غونډې په اجنډا بحث پېل کړ.

په دې ناسته کې د تسوید بورډ د جوړولو پر طرزالعمل، د حقوقي تقنیني سندونو پر تعدیل او بیاکتنه او همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د پالیسیو پر جوړولو، غیردولتي بڼسټونو سره د همکاریو د هوکړه لیکونو پر طرحې، د یو شمیر خصوصي پوهنتونو پر بیاځلي ارزونه او د دولتي پوهنتونو د اداري اجراآتو پر څرنګوالي بحث وشو او په پای کې د غونډې د غړو د رایو په اتفاق لازمې پریکړې وشوې.

په غونډه کې د خصوصي او دولتي پوهنتونو د محصلینو چارو رئیسانو د تحصیلي سندونو د الکټرونیکي سیسټم د مصؤن ساتلو، د چارو د ګړندیتوب او مؤثریت په اړه پرزنټيشن وړاندې کړ او په اړه يې د رهبري شورا د غړو نظرونه واخیستل.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د بیلابیلو مسایلو تر ارزونې وروسته ډاډ ورکړ چې ټولو اداري اړتیاوو ته به رسیدګي وشي او د محصلینو د تحصيلي سندونو د برښنایي سیسټم د مؤثریت او مصؤنیت لپاره به لازم اقدامات پر لاره واچوي.

جلسه شورای رهبری وزارت تحصیلات عالی

د لوړو زده کړو وزیر د کار د پرمختګ او د خدمتونو د ښه چمتو کولو له امله د مننې ترڅنګ، ټولو چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې ترڅو هیوادوالو ته په علمي او اداري برخو کې لا ښه خدمتونه وړاندې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ماسټري برنامو ۹ څانګو څخه ۲۱۰ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

 

په همدې مناسبت جوړه شوې فراغتغونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس، د لوړو زده کړو وزارت علمي او مالي او اداري چارو معین صاحبانو، د پوهنې وزارت د کیفیت لوړاوي معین، د مرکزي پوهنتونونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۳:۵۵
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د غزني پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ، په دغه پوهنتون کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت يوه پروژه افتتاح او دوې نورې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د غزني پوهنتون پنځو پوهنځيو څخه د ۳۹۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ننګرهار پوهنتون کې د مرکزي لیلیې د شپږو بلاکونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي


د یاد پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ بلاکونه، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ترمیمېږي.
یاد بلاکونه ټولټال ۱۴۴. . .

BACK TO NEWS